د یمن وسله والو ځواکونو د امریکا پنځه پرمختللې بې پیلوټه الوتکې ویشتلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو د امریکا پنځه پرمختللې بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دغه هیواد د “البیضاء” ولایت کې د امریکا پنځه پرمختللې MQ-9 بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي. الجزیرې نړېوالې تلویزیوني شبکې د یمن د وسله والو ځواکونو د ویاند جنرال یحیی سریع له قوله ویلي، چې ځواکونو یې په “البیضا” ولایت کې MQ9 ډوله امریکایي بې پیلوټه الوتکې په بریالیتوب سره په نښه او نسکورې کړلې.د یادونې وړ ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یوځل بیا ټینګار کړی، چې د فلسطیني ملت په ملاتړ به د صهیونیستي ريژیم او امریکا پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.



