تخار: درقد کې د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۸ عسکر وژل شوي

کابل ټکی کام (هفته، مرغومی ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل): له تخار ولایت څخه راپورونه وایي چې تېره شپه درقد ولسوالۍ کې ددولتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې، چې پایله کې يې دولتي عسکر له سیمې نه شاتګ ته اړ شوي .
د خبرله مخې دغه نښته تېره شپه لس بجې د درقد ولسوالۍ اړوند په اسلام آباد نومي سیمه کې ترسره شوې .
خبر وايي دولتي عسکرو هڅه کوله چې د درقد ولسوالۍ بیرته له طالبانو ونيسي، خو د طالبانو له څلورو لوریو بریدونو سره مخامخ شول او تر نن د ورځې ۱۰ بجو پوري يې دوام وکړ .
دغه خبره تېره ورځ د تخارولایت چارواکو هم رسنیو ته کړې وه، چې ددوي ځواکونو د درقد ولسوالۍ د نيولو لپاره پراخ تعرضي عملیات پیل کړي دي .
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي دي، چې تېره شپه د دولتي ځواکونو بریدونه يې په شاتمبولی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
مجاهد دغه راز ویلي، چي په جګړه کي یوشمېر پوځي موټرهم دطالبانو له لوري تخریب شوي دي .
دغه راز مجاهد ويلي دي، چې دا څلورم ځل دی چې د درقد ولسوالۍ دنیولو لپاره د دولت له لوري بریدونه کيږي او ددوي د مجاهدينو له لوري په شا تمبول کېږي .
دطالبانو ویاند په خپله خبر پاڼه کې زیاته کړې چې د۲ تنو قومندانانو په ګډون یې ۱۸ تنه عسکر وژلي او په وینا یې چې تیره شپه لس بجې جګړه پيل او نن دورځي لس بجې پای ته ورسېده .
د سیميزو ولسي خلکو په وینا درقد ولسوالۍ کې دطالبانو ګڼ شمېر نظامي قطعات شتون لري.
د یادونې وړ ده چې درقد ولسوالۍ له نیولو وروسته طالبانو هلته دخوراکي توکو لپاره نرخنامې هم ټاکلي وې چې دا پرېکړه یې هغه مهال د ولسي خلکو له لوري ښه استقبال شوه .
سلیم بریال


