سرچينه:  زلمی خليلزاد طالبانوسره د مذاکراتو د بيا پيل لپاره دوحې ته رسېدلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲، شنبه)

د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد قطر ته رسېدلی څو طالبانو سره د په ټپه ولاړ مذاکرات یو ځل بيا پيل کړي.

پرون یوې معتبرې سرچينې کابل نيوز ته ويلي و، چې قطر کې د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې پر توافقنامې يوځل بيا خبرې پيل شوي دي.

دغه راز يوې بلې معتبرې سرچينې هم د طالبانو او امريکايي استازي زلمي خليلزاد تر منځ د مذاکراتو د بيا پيل خبر ورکړی زياتوي چې ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ راتلونکې اوونۍ په رسمي توګه طالبانو سره د مذاکراتو د بيا ځلې پيلېدو خبر ورکړي.

تيره ورځ د امريکا استازي زلمي خليلزاد د طالبانو له خوا د لسو عسکرو د خوشې کيدو هرکلی کړی و او په خپله رسمي ټويټرپاڼه يې هيله څرګنده کړې وه چې دغه ډول اقدامات به تاوتريخوالی راکم او یو سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي.

دغه راز د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ هم وروسته له هغې طالبانو سره د یوې نوې هوکړې خبر ورکړ چې طالبانو د امریکايي پوهنتون استادان خوشې او په بدل کې يې امريکا د طالبانو درې تنه مهم طالبان خوشې کړل.

ټرمپ پرون له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي: موږ افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کموو. له طالبانو سره پر یوې هوکړې کار کوو. ګورو چې څه کېږي.

طالبانو او امريکايي استازو یو کال مذاکرات وکړل خو شاوخوا دوه مياشتې مخکې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له لوري په څرګنده په دې بهانه لغوه اعلان شول چې ګواکې طالبانو په کابل کې بهرني پوځيان د خپل بريد هدف وګرځول.

خو امریکا په وروستيو کې يوځل بيا هڅې پيل کړي چې طالبانو سره په ټپه ولاړ مذاکرات بيا پيل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button