نجیب اللّٰه عادل
د اسلامي خلافت عظیم کمانډر قتیبه بن باهلي د سمرقند سیمه فتحه کړه ، د سمر قند عیسایانو خلیفةُ المسلمین حضرت عمر بن عبدالعزیز ته عریضه وکړه، چې ستاسو کمانډر د اسلامي روایاتو برعکس زموږ سیمه فتحه کړې ده، ځکه چې مسلمانان لومړی د اسلام راوړلو یا جزیې ورکولو غوښتنه کوي بیا جګړه کوي، د عمر بن عبدالعزیز پۀ امر باندې عدالت ولګید او قتیبه بن باهلي عدالت ته حاضر کړل شو، د شرعي عدالت قاضي (قتیبه بن مسلم) ته وویل: تاسو ته د کېناستلو اجازه نشته، ودرېږه او د سوال ځواب راکړه.
قاضي لومړی قتیبه بن مسلم ته د عیسایانو مؤقف بیان کړو، پۀ جواب کې قتیبه بن مسلم کوم معقول جواب نۀ درلود، چې عدالت ته قناعت ورکړي، د شرعي عدالت قاضي مطمئین نۀ شو او سمدستي یې فرمان جاري کړو.
اسلامي لښکر دې لۀ سمرقند څخه کډه شي او دغه سیمه دې بېرته عیسایانو ته حواله شي، پۀ عدالت کې ناست عیسایان حیران شول ځکه چې د هغوی ګومان هم نۀ وو چې شرعي عدالت به د دوی پۀ حق کې داسې فیصله وکړي، بیا ځمکې آسمانونو هغه تاریخي صحنه هم ولیده چې د شرعي عدالت پۀ امر باندې فاتح مسلمانان د قافلې پۀ شکل کې لۀ سمر قند څخه روان شول.
عیسایان لۀ اسلامي عدل او اخلاقو دومره متاثر شول چې د پادري پۀ مشرۍ کې د مسلمانانو پۀ قافلو پسې روان شول او پۀ ژړا یې ترې بښنه وغوښتله چې موږ ته د اسلام حقانیت وس واضح شو، تمامو عیسایانو اسلام قبول کړو، د عیسایانو پۀ غوښتنه مسلمانان لۀ لارو څخه بېرته سمر قند ته راستانۀ شول، دا راز د شرعي نظام لۀ برکته سمر قند تر پیړیو پورې د اسلام دارالخلافه او د علم ، تهذیب او تمدن مرکز وګرځېد.