«د سهل الساعدي د روایت تشریح»
استاد حامد افغان
سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنه وایي: پر رسول الله صلى الله عليه وسلم یو سړی تېریدی، نو ورخواته ناست سړي ته یې وویل: د دې سړي باره کې ستا نظر څه دی؟ هغه ورته وویل: دا د خلکو ملک او سرخېل دی، په الله قسم دا د دې وړ دی چې له چا خور و لور وغواړي؛ باید ورته نکاح یې کړي، که د چا سپارښت وکړي؛ باید سپارښت یې ومنل شي. نو رسول الله ﷺ چوپ پاتې شو.
لیږ وروسته بل سړی راغی، نو ورخواته ناست سړي ته یې وویل: د دې سړي باره کې ستا نظر څه دی؟ هغه وویل: یا رسول الله! دا د مسلمانانو له جملې یو غریب سړی دی! دی د دې وړ نه دی چې له چا خور و لور وغواړي نو ورته نکاح به یې کړي او که د چا سپارښت وکړي نو سپارښت به یې ومني، ان که څه وایي خلک یې خبرو ته هم غوږ نه نیسي. رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: هغه مخکې چې تېر شو د هغه په څېر له خلکو که دا ځمکه ډکه شي؛ دا یو غریب له هغو ټولو ډېر غوره دی!!
عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ السَّاعِدِيِّ رضي الله عنه أَنَّهُ قَالَ : ” مَرَّ رَجُلٌ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَقَالَ لرَجُلٍ عِنْدَهُ جَالِسٍ : ( مَا رَأْيُكَ فِي هَذَا ؟ ) ، فَقَالَ : رَجُلٌ مِنْ أَشْرَافِ النَّاسِ ، هَذَا وَاللَّهِ حَرِيٌّ إِنْ خَطَبَ أَنْ يُنْكَحَ ، وَإِنْ شَفَعَ أَنْ يُشَفَّعَ، قَالَ: فَسَكَتَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثُمَّ مَرَّ رَجُلٌ آخَرُ ، فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( مَا رَأْيُكَ فِي هَذَا ؟ ) ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ ، هَذَا رَجُلٌ مِنْ فُقَرَاءِ المُسْلِمِينَ ، هَذَا حَرِيٌّ إِنْ خَطَبَ أَنْ لاَ يُنْكَحَ ، وَإِنْ شَفَعَ أَنْ لاَ يُشَفَّعَ ، وَإِنْ قَالَ أَنْ لاَ يُسْمَعَ لِقَوْلِهِ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (هَذَا خَيْرٌ مِنْ مِلْءِ الأَرْضِ مِثْلَ هَذَا. أخرجه البخاري (6447 ) و الطبراني (5883) (6 / 169)، وابن ماجه (4120)، والبيهقي في شعب الإيمان (9998) بألفاظ متقاربة.
عملونه او کړنې هم د اشخاصو په رقم درواخلئ، مثلا که یو څوک یا یو خواله رسنۍ کاروونکی یو لوی کار/پوسټ وغیره وکړي او په ملیونونو انسانان پرې خبر او لایکونه ورکړي، خو هغه الله ته قبول نه یي، نو له دې لوی کار نه یې ستا هغه کوچنی کار ډېر غوره دی چې هیڅوک پرې خبر نه یي، لکه کور کې دې پلار ته نوکان ورپرې کړل، یا دې د مور جامې ومینځلې! یا دې کوم بل کومک ورته ورسوه او داسې نور.
د حدیث ګټې
① غریبانو او مسکینانو ته په سپکه سترګه نه کتلو ته هڅونه، ځکه ځینې ببر سري او ګردونو وهلي له ملیاردونو شتمنو او په ښکاره غوره او غوړو خلکو نه ډېر غوره دي.
② پر یوه بل د خلکو د فضیلت او غوراوي معیار تقوی ده. (إن أكرمكم عند الله أتقاكم. یعني بېشکه ستاسو ترټولو عزتمن هغه څوک دی چې تاسو کې ترټولو تقوادار یي).
③ د نېکانو ځوانانو او پېغلو یوه بل ته نکاح کولو ته هڅونه، که څه هم فقیران یي، ځکه دوی په دین کې د یوه بل مثل او کفو دي.
④ مسلمانه ټولنه کې د دنیا مشرتوب او سرخېلي اغېزمن صفت نه دی! که څوک دنیا کې عزت او درنښت نه لري، کولی شي د ښه عمل او تقوی عزت ترلاسه کړي.
⑤ استاد ته روا ده چې له شاګردانو په پوښتنو کولو درس پیل کړي.
⑥ الله تعالی د خلکو صورتونو، بدنونو، ځوانیو، شتمنیو او نسبونو ته نه ګوري.
⑦ مشهور رواجونه که د شریعت خلاف وي؛ هیڅ ارزښت نه لري.
⑧ که څوک موجود نه یي او په دې نیت د هغه په اړه خلکو ته معلومات ورکړل شی چې له شره یې ځانونه وساتې؛ دا غیبت نه دی.
⑨ له روایته معلومیږي چې کله یو سړی دنیا کې د ستر مقام خاوند یي خو د الله په نزد یې هغه مقام ارزښت نه لري او ځینې بیا داسې یي چې دنیا کې یې مقام ټیټ یي، خلکو ته ارزښت نه لري، خو د الله تعالی په نزد هغه له ډېرو لوړ مقام لرونکو ډېر غوره یي.


















