یکشنبه, فبروري 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
11
ځلې شریک شوی
142
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

بسم الله الرحمن الرحیم

د شعبان د میاشتې پنځلسمه شپه «د برات شپه» بلل کیږي. د «برات» مانا خلاصول او خلاصون دی. شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه الله فرمایي: د برات شپې ته ځکه د برات شپه ویل کیږي چې پدې شپه کې دوه ډوله برات کېږي: (۱) بدبختو خلکو ته د خدای ج له لوري څخه بخښنه او خلاصون. (۲) بل د خدای دوستانو ته له ذلت او رسوايۍ څخه خلاصون. او همدا رنګه هغه زیاته کړې چې لکه څنګه چې په ځمکه د مسلمانانو لپاره دوه اخترونه (عید الفطر او عید الأضحی) دي، همدا رنګه په اسمان کې د ملایکو لپاره هم دوې د اختر شپې دي — شب برات او شب قدر — دا چې طبعاً انسانان په شپه کې ویده وي نو ځکه یې اخترونه په ورځو کې دي او ملایکې نه ویدې کیږي نو د دوی اخترونه هم د شپې دي. (غنیة الطالبین صـ ۴۵۶، ۴۵۷)
په احادیثو کې د برات شپې ډیر فضایل ذکر شوي. دلته یو شمیر احادیث د نمونې په شکل راوړو:

دا هم ولولئ

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

(1) حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ، قَالَ: حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ هَارُونَ، قَالَ: أَخْبَرَنَا الْحَجَّاجُ بْنُ أَرْطَاةَ، عَنْ يَحْيَى بْنِ أَبِي كَثِيرٍ ، عَنْ عُرْوَةَ، عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ: «فَقَدْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم لَيْلَةً، فَخَرَجْتُ ‌فَإِذَا ‌هُوَ ‌بِالْبَقِيعِ،» فَقَالَ: أَكُنْتِ تَخَافِينَ أَنْ يَحِيفَ اللهُ عَلَيْكِ وَرَسُولُهُ؟ قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنِّي ظَنَنْتُ أَنَّكَ أَتَيْتَ بَعْضَ نِسَائِكَ! فَقَالَ: إِنَّ اللهَ عز وجل يَنْزِلُ لَيْلَةَ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا فَيَغْفِرُ لِأَكْثَرَ مِنْ عَدَدِ شَعَرِ غَنَمِ كَلْبٍ. [سنن الترمذي 2/ 108]
حضرت عایشه رضی الله عنها وایي: ما یو شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم ونه موند؛ وروسته مې ولیدل چې هغه په بقیع کې دی. هغه صلی الله علیه فرمایل: ایا ته وېره لرې چې الله تعالی به له تاسو سره ناانصافۍ وکړي؟ ما وویل: اې د الله رسوله! ما داسې ګمان وکړ چې ته د خپلې بلې ښځې کور ته تللی یې. هغه وفرمایل: بېشکه الله تعالی د شعبان په ۱۵ شپه کې د دنیا آسمان ته راکښته کیږي او د بنو کلب (د عربو یو قبیله ده) د وزو د ویښتانو د شمېر څخه زیات خلګ بښي.
(2) حَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ عَلِيٍّ الْخَلَّالُ قَالَ: حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ قَالَ: أَنْبَأَنَا ابْنُ أَبِي سَبْرَةَ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ مُحَمَّدٍ، عَنْ مُعَاوِيَةَ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ جَعْفَرٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: ” إِذَا كَانَتْ لَيْلَةُ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ، فَقُومُوا لَيْلَهَا وَصُومُوا نَهَارَهَا، فَإِنَّ اللَّهَ يَنْزِلُ فِيهَا لِغُرُوبِ الشَّمْسِ إِلَى سَمَاءِ الدُّنْيَا، فَيَقُولُ: أَلَا مِنْ مُسْتَغْفِرٍ لِي فَأَغْفِرَ لَهُ أَلَا مُسْتَرْزِقٌ فَأَرْزُقَهُ أَلَا مُبْتَلًى فَأُعَافِيَهُ أَلَا كَذَا أَلَا كَذَا، حَتَّى ‌يَطْلُعَ ‌الْفَجْرُ “. [سنن ابن ماجه 1/ 444 ت عبد الباقي]
د حضرت علي رضی الله عنه روایت دی چې نبی صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې د شعبان ۱۵ شپه راشي نو په هغه شپه قیام وکړئ، یعنې ویښ پاتې شئ او د هغې ورځې روژه ونیسئ؛ ځکه خدای تعالی د لمر لوېدلو نه تر سهاره پورې آسمان ته راکښته کیږي او وایي: ایا کوم بښنه غوښتونکی شته چې زه یې وبښم؟ ایا کوم روزي غوښتونکی شته چې زه روزي ورکړم؟ ایا کوم ناروغ شته چې زه صحت او عافیت ورکړم؟ او داسې ورته غږونه کوي تر څو لمر راوخیږي.
(3) حَدَّثَنَا رَاشِدُ بْنُ سَعِيدِ بْنِ رَاشِدٍ الرَّمْلِيُّ قَالَ: حَدَّثَنَا الْوَلِيدُ، عَنِ ابْنِ لَهِيعَةَ، عَنِ الضَّحَّاكِ بْنِ أَيْمَنَ، عَنِ الضَّحَّاكِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَرْزَبٍ، عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: «إِنَّ اللَّهَ لَيَطَّلِعُ فِي لَيْلَةِ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ فَيَغْفِرُ لِجَمِيعِ خَلْقِهِ إِلَّا لِمُشْرِكٍ ‌أَوْ ‌مُشَاحِنٍ». [سنن ابن ماجه 1/ 445 ت عبد الباقي]
د ابو موسی الاشعري روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خدای تعالی د شعبان په ۱۵ شپه ځان ته متوجه کیږي او خپل ټول مخلوق بښي پرته له مشرک او له کینه کوونکي څخه.
په ځینو روایتونو کې نورو ګناهونو هم ذکر شوي چې په دې شپه کې نه بخښل کېږي—لکه زنا کار، خپلوي نه پالونکی، د مور او پلار نا فرماني کوونکی، شراب خور، قاتل، جادوګر، فال پالونکی، طبله او ساز غږوونکي او نور. (ابن ماجه، بیهقي)
(4) عن ابن عمر قال: ‌خمس ‌ليال لا يرد فيهن الدعاء: ليلة الجمعة وأول ليلة من رجب، وليلة النصف من شعبان، وليلة العيد، وليلة النحر.. [شعب الإيمان 5/ 288 ط الرشد]
د عبدالله بن عمر روایت دی په پنځو شپو کې دعا نه ردېږي د جمعې شپه، د رجب لومړۍ شپه، د شعبان ۱۵ شپه، او د دواړو اخترونو شپې.
د برات په شپه کې څه کول پکار دي؟
په عمومي توګه دا شپه مبارکه او محترمه ده که څه هم په د احادیثو کې، چې د دې شپه په اړه کوم روایات راغلي دي سندونو یې کمزوري دي؛ خو دا روایتونه د مختلفو صحابه کرامو څخه په بېلابېلو سندونو راغلي دي نو لږ تر لږه د محدثینو په نزد دا د حسن لغیره په درجه کې شمیرل کیږي. له همدې امله په اسلامي سیمو کې خلګ په دې شپه کې ځانګړې عبادتونه، دعاګانې او استغفار کوي. لاندې یو څو مختصري سپارښتني ستاسو درانه حضور ته وړاندي کیږی:
(1) عبادت کول:
• نفلي عبادت او دعا کول په کور کې افضل دي، له همدې امله د برات شپې عبادت هم باید په کور کې وشي، مسجد ته باید ولاړ نشي؛ ځکه نبوي فرمان دی چې خپل د لمانځه یو څه حصه (نوافل) لمنځونه په خپلو کورونو کې وکړئ او خپل کورونه په هدیرو مه بدلوئ.(تحفة القاري ۳/۵۰۷)
لقوله صلى الله عليه وسلم: “اجعلوا من صلاتكم في بيوتكم، ‌ولاتتخذوها ‌قبوراً” رواه الشيخان..
• د عبادت کوم مشخص ډول نشته؛ تلاوت، دعا، نفلي لمنځونه، صلاة التسبیح وغيره ټول روا دي.
• عبادت دې د خپل وس مطابق وشي دومره ویښېدل نه وي پکار چې صحت ته زیان ورسي.
• د ټول کال فرضي لمنځونو باید په بشپړه توګه باید ادا شي؛ یوازې په دې شپه نفل کولو سره انسان د جنت مستحق نه ګرځي.
• ځیني خلک وایې چې په دې شپه په کومه ځانګړې طریقه باندي دوه رکعتونه لمونځ وکړي نو د ټول عمر قضا شوي لمنځونو ادا کیږي، دا ډول دعوی بې اساسه ده.
(۲) پیغمبر صلی الله علیه وسلم پخپله د برات په شپه هدیرې ته لاړ خو دا عمل ډېر پټ و آن تر دې چې ازواج مطهرات هم نه وې خبرې نو موږ او تاسو هم باید په ډله ایزه توګه هدیرې ته تګ، د ګروپونو بلول ددې شپې د عبادت جز منلو څخه ډډه وکړو. که هدیرې ته ځئ نو په ساده ډول او له تکلف پرته ولاړ شئ.
(۳) د ۱۵ نېټې روژه نیول: د حضرت علي رضی الله عنه روایت دی چې په دغه ورځ روژه نیول مستحب دي. دغه روایت ضعیف دی خو د فضائلو په باب کې ضعیف روایتونه معمولاً اهل حدیثو ته د منلو وړ ګڼل شوي.
په دې شپه کې له لاندي اعمالو څخه باید ځان وساتل شي.
• په دې شپه کې د بې مانا غونډې کولو او بې ځایه مجلسونو څخه ډډه وشي.
• په داسې ځانګړې طریقه باندي نفلونه کول چې د هغې هیڅ اصل په شریعت کې نه وي.
• د نوافلو او تسبیحاتو په جماعت سره ادا کول.
• د مسجد په ګویاوو(سپیکرونو)کې په لوړ آواز سره نعتونه غږول.
• د حلواوو پخول لازمي بلل.
• همدارنګه د شریعت خلاف نور کارونه ترسره کول.
پایله: د برات شپه یوه له برکت ډکه او د دعا لپاره مناسبه شپه ګڼل کېږي. په دې شپه کې استغفار، دعا، نفلونه او عبادت کول غوره عملونه دي. له افراط، تفریط او بدعاتو څخه ډډه وکړئ او هر څه د شرعي حدودو سره سم ترسره کړئ.
والله تعالی اعلم بالصواب

لوی ټکي: برات،شپه،فضایل،
مخکینې مطلب

د ایران مذهبي مشر: نړۍ پر امریکا باور لري او موږ په الله چې ټر ټولو ځواکمن دی

بل مطلب

نيويارک ټايمز: امریکايي او ایراني چارواکي د تاوتریخوالي کمولو لپاره په استانبول کې د لیدنې چمتووالی نیسي

ځانګړي مطالب

افغانستان

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
افغانستان

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
افغانستان

د جمعي امنیت تړون سازمان لخوا له افغانستان څخه د امنیتي اندېښنو ادعا؛ ذبیح الله مجاهد د تعامل او همکارۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ابوعبیده: مقاومت طوفان الأقصی جګړه کې تاریخي استقامت ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026

وروستي

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
0

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د ۱.۵ میلیونه ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • حسام بدران: غزې ته د سوله ساتو ځواکونو پر استولو له اسلامي هېوادونو سره خبرې روانې دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com