دوشنبه, اکتوبر 27, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
26
ځلې شریک شوی
327
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حسان مجاهد

اعتکاف د رمضان په ټوله میاشت کې غوره عمل دی خو د رمضان په وروستۍ لسيزه کې د مؤمن لپاره یو غوره فرصت دی؛ ځکه په يوه لسيزه کې داسي څه ترلاسه کولای شي، چې په کلونو کلونو يې نه شي ترلاسه کولای. د اعتکاف له زیات شمېر ګټو څخه یو شمېر ګټې په لاندي توګه بیانیږي.
*١_ له الله تعالی سره د بنده مينه او تعلق پيدا کيدل*
بنده چې له الله تعالی سره مينه او تعلق غواړي، نو لومړی به هغه څه له منځه وړي، چې د بنده او الله تعالی تر منځ تعلق له منځه وړي، چې هغه موانع ډير خوراک، ډير څښاك، ډېر خوب او له خلګو سره ډیري خبرې او ګډون کول دي؛ الله تعالی بنده ته د روژې نیولو امر وکړ، ترڅو له ډير خوراک او څښاک څخه وساتل شي او اعتکاف يې بیا ځکه روا کړ؛ تر څو بنده له خلګو سره ډیري خبرې او تعلقات پریږدي، د بندګانو په بدل کې له الله تعالی سره يې محبت پيدا شي او د الله تعالی ملګرتیا د قبر په هغه دهشتناک وخت کې ګټه ورته ورسوي چې يوازي پروت وي او بل هيڅ ملګری نه لري.
*٢_د ليلة القدر شپې ته انتظار کول*
د پخوانیو امتونو عمرونه دراز وو خو د عمل ثواب يې کم وو او د محمدي امت بیا عمرونه ډير کوتاه دي، خو الله تعالی په ژوند کې داسي قیمتي وختونه ور باندي لورولي دي چې په کم عمل د زرګونو کلونو ثواب ترلاسه کیږي، د رمضان په وروستۍ لسيزه کې يوه داسي شپه ده چې عبادت يې تر زرو میاشتو غوره ده او الله تعالی له بندګانو څخه ځکه پټه کړې ده چې دوی یې د ترلاسه کولو لپاره لس شپې سبا کړي او قدر يې ورته معلوم شي او ددغه لسو شپو په سبا کولو ليلة القدر ته انتظار کول، د اعتکاف له اساسي ګټو او اهدافو څخه دی.
*٣_ د بخښنې امید کول*
که په دنیا کې مجرم د يو چا دربار ته ور شي، په چيغو چيغو او فرياد ترې بخښنه غواړي او تر بخښنې وړاندي کډه نه اخلي؛ خامخا به بخښل کیږي، دا شان معتکف هم د الله تعالی دربار(مسجد) ته راشي، هلته د يو زنداني په شان زارۍ او فريادونه کوي او له الله تعالی څخه د ګناهونو بخښنه غواړي، امید شته چې وبخښل شي.
*٤_ له خلګو يوازيتوب*
معتکف له خلګو يوازي وي او سلف صالحينو به خپلو اتباعو ته ددې سپارښتنه کوله، چې یو څه وخت له خلګو يوازي توب کوئ، د آخرت فکر کوئ او له ځانه سره محاسبه کوئ. عمر فاروق رض به ويل: تاسو خامخا لږ وخت يوازيتوب ته ځانګړی کړئ! مسروق رح به ويل: انسان باید داسي وخت ولري چې خپل ګناهونه ور ياد کړي او مغفرت وغواړي. إبن جوزي رح به ويل: که له رب سره يوازي شې، د هغه معرفت به ترلاسه کړې!
*٥_ له بدو کړنو کرکه*
د اعتکاف بله ګټه داده چې له ناوړه کړنو، حرکاتو، عاداتو کرکه پيدا شي، ډير وخت یو څوک په ځان کې ناوړه عادات لري او یا د مواد مخدره وو روږدی وي، خو کله چې په اعتکاف کې له دغو شیانو ځان وساتي؛ وروسته یې ټول عمر ترې کرکه پيدا شي.
*٦_ په غوره اعمالو همیشتوب*
معتکف چې کوم نيک اعمال لکه ذکر، تلاوت، صلاة تهجد، فکر، محاسبه او مراقبه تر سره کوي، ډېر وخت له اعتکاف وروسته هم الله تعالی په دغه غوره اعمالو د همیشتوب توفیق ورکړي.
*٧_ اخلاص پيدا کيدل*
هيڅ يو عمل الله تعالی ته تر هغه نه ده قبول، تر څو چې اخلاص پکې نه وي، د اعتکاف له ګټو دا هم ده چې کله زړه له الله تعالی سره وتړل شي، بیا نو د بنده په اعمالو کې اخلاص پيدا شي او هر قول، فعل، حرکت او سکون يې د الله تعالی لپاره شي.
*٨_ د زړه صفایی*
رسول الله ﷺ فرمايي: خبردار! په بدن کې يوه ټوټه غوښه ده، چې په اصلاح يې ټول بدن اصلاح کیږي او په فساد يې ټول بدن خرابيږي او هغه ټوټه زړه ده! کله چې معتکف له عبادت سره اشنا شي او له ګناهونو ځان وژغوري زړه یې صفا کیږي او د زړه صفايي په اعتکاف کې تر ډېره حده امکان لري.
نو ای مؤمنه وروره! د رمضان دوه لسيزي په ختمیدو دي او يوه قیمتي لسيزه لا درته پاته ده، نو پاڅه د اعتکاف اراده وکړه، لس شپې له مخلوقه وه خالق ته کډه بار کړه او د آخرت توښه برابره کړه؛ ځکه خدای خبر چې را روان کال به ژوندی او که تر تورو خاورو لاندي يې!

دا هم ولولئ

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

حماس: د فلسطیني مقاومت سره د حزب‌الله او یمن همکاري به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

عبدالملک حوثي: غزه کې اوربند ته ژمن یو د مقاومت په غوښتنه مو په صهیونیستي ريژیم بریدونه درولي

لوی ټکي: اعتکاف، فرصت، حسان، مجاهد،
مخکینې مطلب

مصاحبۀ دمیتری ژیرنوف، سفیر روسیه در افغانستان

بل مطلب

اسماعیل هنیه ایران ته په سفر کې: اسراییل په "سیاسي انزوا" کې دي

ځانګړي مطالب

مقالې

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
خبرونه

حماس: د فلسطیني مقاومت سره د حزب‌الله او یمن همکاري به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

عبدالملک حوثي: غزه کې اوربند ته ژمن یو د مقاومت په غوښتنه مو په صهیونیستي ريژیم بریدونه درولي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

حماس: پر اشغالګرو دې د تړون منلو لپاره فشار واچول شي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

د اسلامي جهاد نوی ویاند ابوحمزه: د اوربند تړون ته پابند یو؛ خو وسلې نه تسلیموو

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025

وروستي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په بلخ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکې وېش پيل شو

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

ملا عبدالغني برادر د سعودي «دلتا انټرنشنل» له مشر سره د ګازو پر پروژو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

چین د ۱۰۰ میلیونه یوانو بشري مرستو دویم پړاو کې ۱۵۶ فابریکوي کورونه افغانستان ته وسپارل

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

ډونالډ ټرمپ د آسیا په سفر کې د تجارت او اوربند د تړونونو د ترلاسه کولو هڅې کوي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په بلخ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکې وېش پيل شو

ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې تصویب کړې

ملا عبدالغني برادر د سعودي «دلتا انټرنشنل» له مشر سره د ګازو پر پروژو خبرې کړي

چین د ۱۰۰ میلیونه یوانو بشري مرستو دویم پړاو کې ۱۵۶ فابریکوي کورونه افغانستان ته وسپارل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com