ځانګړې قطعې تورخم ګمرک کې پاکستان ته قاچاقېدونکي قدیمي «باستاني آثار» کشف او نيولي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۱ل)

‏د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعه وايي، چې د دغه قطعې مؤظفینو تورخم ګمرک کې یوه اندازه قدیمي آثار چې ګاونډي هېواد پاکستان ته په قاچاقي توګه لېږدول کېدل؛ کشف او نیولي.

د ياد نظامي اورګان ټويټرپاڼه باندې ليکل شوي چې، دا قديمي «باستاني آثار» د پیازو څخه بار یو بار وړونکي موتر کې ځای پر ځای شوي وو؛ چې د ګمرکي منسوبینو لخوا کشف او ضبط شول.

سرچينې ويلي، همدا راز د یو بل راپور پر بنیاد د پکتیا ولایت ډنډپټان سرحدي ګمرک کې (۲)ټېلر موټر د ډبرو سکارۀ چې پرته له محصول ورکولو پاکستان هېواد ته صادرېدل؛ د ګمرکي پولیسو لخوا کشف او د غیر قانوني لېږد مخه یې ونیوله.