کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ ثور، ۱۴۰۳ل)
المیادین شبکې اعلان کړی، چې د حماس او اسرائیلي رژیم تر منځ د بندیانو د تبادلې په اړه د لومړنۍ هوکړې یوې نسخه یې تر لاسه کړې، چې درې پړاوونه لري.
د دې موافقې موخه د فلسطیني ډلو له خوا د ټولو اسراییلي بندیانو خوشې کول دي، که ملکي وګړي وي یا عسکر، ژوندي وي یا مړه او دغه راز د 40 ورځو لپاره به اوربند رامنځته کېږي، خبرې به دوام کوي ترڅو اوربند وغځول شي.
په لومړي پړاو کې به اسراییلي ځواکونه په پشپړه توګه د غزې له ټولو استوګنو سیمو څخه وځي.
په دوهم پړاو کې به د ویجاړو شویو کورونو، ملکي تاسیساتو او ملکي زیربناوو د هراړخیز بیارغونې لپاره د لازمو تیاریو پیلول شامل وي.
په دریمه مرحله کې به د ټولو وژل شویو کسانو تر پيژندنې وروسته د جسدونو تبادله شامله وي.
په دې پړاو کې به د غزې د تړانګې د بیارغونې د پنځه کلن پلان تطبیق چې پکې کورونه، ملکي تاسیسات او زیربناوې شاملې دي پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې تر اوسه حماس او اسراییلو د یادې هوکړې په هکله په رسمي توګه څه نه دي ويلي.