د بنګلادېش لومړۍ وزیره: اسلامي نړۍ دې د ډالرو پر ځای خپله کرنسۍ جوړه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ ثور، ۱۴۰۳ل)
د بنګلادېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه ویلي، چې اسلامي نړۍ نور باید د ډالرو پر ځای خپله یوه ځانګړې کرنسي جوړه کړي او په سوداګریزو راکړې، ورکړې کې یې وکاروي.

اغلې حسینه وایي، چې د اسلامي نړۍ د خپلواکۍ لپاره اړتیا ده چې مسلمان یوه ځانګړې کرنسي ولري.

نوموړې د اسلامي نړۍ په ټولو مشرانو غږ کړی، چې په دې برخه کې عملي او جدي ګامونه پورته کړي.

د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د یو اسلامي هېواد مشره د اسلامي نړۍ لپاره د یوې ځانګړې کرنسۍ په جوړولو ټینګار کوي، بلکې تر دې وړاندې د لیبیا پخواني مشر “ډګروال معمرالقذافي” هم ورته غوښتنه کړې وه او تر ډیره یې عملي ګامونه یې هم پورته کړي و.

مربوطه مطالب

Back to top button