کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ ثور، ۱۴۰۳ل)
د یمني حوثیانو بنسټګر او روحاني مشر “عبدالمالک حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې که د حماس-اسراییلو ترمنځ روانې خبرې
بریالۍ او غزه کې وضعیت ارام شي دا د جکړې پای ته رسېدل نه بلکې د اسراییلو تېښته ده.
نوموړي خبرداری ورکړی، که د اسراییلو او امریکا سخت دریځي او حماقت دوام وکړي موږ د جګړې څلورم پړاو ته چمتویو او د فلسطیني ولس ملاتړ ته به دوام ورکوو.
حوثي دغه راز ادعا کړې، چې ځواکونو یې تېره شپه په “سعده” ولایت کې د امریکایي اشغالګرو یوه بې پیلوټه الوتکه MQ9 ویشتلې ده، چې دا په تېره یوه اوونۍ کې د امریکا دریمه الوتکه ده، چې ویشتل کېږي.
عبدالمالک حوثي دغه راز ویلي، چې په تېره اوونۍ کې یې ځواکونو عدن خلیج، سور سمندرګي او د اسراییلو په جنوب کې د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله ۸ بریالي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې یوه اسراییلي، دوه برېتانوي او دوه امریکایي بېړۍ ویشتلي او د اسراییلو په جنوب کې یې هم مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.


















