کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۱ل)
که څه هم لوېدیځ ادعا کوي چې له اوکراین سره د پوځي مرستو په زیاتولو سره له روسیې سره د دغه هېواد په جګړه کې د پوځي پرمختګونو تله د کییف په ګټه بدله شوې ده، خو د اوکراین ولسمشر ته نږدې سرچینو ویلي: د دې قوي احتمال شته چې د دغه هېواد ځواکونه به د یاد هیواد له ستراتيژیک ښار “باخموت” څخه په شا شي.
د اوکرایین د ولسمشر اقتصادی سلاکار ویلي دي: د دغه هیواد ځواکونه ښایي د باخموت له ښاره ووځي. د کار پوهانو په اند که اوکراییني ځواکونه دغه ښار پریږدي روسانو به زړور شي او د نورو ښارونو د نیولو لپاره به یې هم روحیه لوړه شي.
اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د الکساندر رودنیانسکي په حواله خبر ورکړی: د اوکراین پوځ پر ټولو انتخابونو غور کوي. دوی تر اوسه دغه ښار ساتلی دی، خو که اړتیا پیدا شي، تکتیکي شاتګ به ترې وکړي. موږ نه غواړو چې ټول پوځیان مو ووژل شي.
دا په داسې حال کې ده چې روسي ځواکونو د ځمکې او هو له لارې د اوکراین د پلازمینې کېيف په ګډون په ګڼ شمېر سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او داسې ښکاري چې د پوتین حوصله مخ پر ختمېدو ده او ښایي په اوکراین د سختو بریدونو امر ورکړي.
د ویلو ده چې باخموت ستراتيژیک ښار کې اوکرایني ځواکونو د روسي پوځیانو پر وړاندې نیږدې اووه میاشتې سخت مقاومت وکړ؛ خو په پایله کې یې دغه ښار هم په بشپړ ډول ویجاړ شو.
















