کابل کې د دایکندي د ولایتي شورا منشۍ مېرمن محمدي د نا مالومو کسانو له خوا وتښتول شوه

کابل ټکی کام ۲۶سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د دایکندي د ولایتي شورا منشۍ مېرمن محمدي ورور رسنیو ته ویلي دي چې خور یې د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي په سیمه کې د نا مالومو کسانو له خوا تښتول شوې ده.
د نوموړې ورور ویلي دي چې تښتوونکو ور سره اړیکه نیولې ده، چې خور به یې د ټاکل شویو پیسو په بدله کې خوشي کړای شي.
د دایکندي د والي ویاند کریم سروش د مېرمن محمدي تښتول کېدل تأیید کړي دي، او ویلي یې دي چې د خلاصون هڅې یې پیل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button