پاکستان: د پنجاپ په ایالت کې یو پولیس افسر وژل شوی دی

کابل ټکی کام (۲۶ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د پاکستان راډيو ټلویزیون ویلي دي چې په یوه نښته یې کې د پنجاب ایالت یو پولیس افسر وژل شوی دی.
په خبر کې راغلي دي چې د چاودېدونکو توکیو څخه ډک موټر يې درولی دی چې وروسته نښته رامنځ ته شوه او یو پولیس افسر پکې ووژل شو.
د پنجاب پولیس وايي چې هغه کس د فوځيانو په ډزو کې له منځه تللی دی چې یاد پولیس یې وواژه.


