د خېټې ګیس یا «باد» څنګه معالجه کړو

کابل ټکی کام (۲۶سلواغه ۱۳۹۴ل) احمدالله مهاجر
یو شمېر هغه مرضونه چې د ناسم خوراک له کبله انسان پرې اخته کیږي، د خیټې باد دی، چې بدن ته د لوی ګواښ برسېره، د ژوند خوند هم له منځه وړي، د دې په اړه لاندې معلومات ولولی، چې د معدې ګیس څه شی دی؟ ولې پیدا کیږي؟ څنګه یې له منځه یوسو؟
د خېټې ګیس چې د انسان خېټه لویه او پړسېدلې ښیي، په وړو کولمو کې د ګیس د جمع کېدو له کبله منځته راځي.
دغه ناروغي د خېټې د پړسوب سربېره د خېټې د بېلابېلو برخو درد، باد، د ملا د لاندینۍ حصې درد، ارګمی، د نفس د تنګېدو او حتی چې د اسهال سبب ګرځي.
د امریکا د صحت څېړنیزې ادارې ښودلې ده هغه کسان چې د هاضمې د جهاز ټپونه، د اشتها نشتوالی لري، سګرېټ څکوي، له نس څخه په سالمه طریقه باد نه باسي، قبض لري، زیات خوراک کوي، د کولمو چنجي ولري، تشې بولې ساتي د معدي یا د خېټې په ګېس به اخته کیږي.
یو شمېر پوهانو د خېټې د ګیس د له منځه وړلو لپاره یو شمېر طبیعي بوټي ښودلي دي چې د خېټې د ګیس د له منځه وړلو او پیاوړي کولو خاصیتونه لري.
پادیان، نعنا، کیله، زنجبیل، او کدو زیات استعمال د ګیس په ختمولو کې کارنده رول لوبوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button