کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د رئيس الوزراء اقتصادي مرستيال وايي: د افغانستان د ۲۱ لويو کانونو پر اکتشاف، استخراج او پروسس ۴۱۵ ميليارده افغانۍ پانګونې شوې ده. د اقتصادي مرستيالۍ د معلوماتو له مخې، دغه پانګونې د سرو زرو، وسپنې، ياقوتو، د کرومايت ډبرو، سمنټو، د ډبرو سکرو، سربو او جستو پر کانونو شوې دي.د اسلامي امارت د وياند مرستيال حمد الله فطرت ويلي : (( له څه باندې درېوو کلونو راهيسې د شاوخوا ۴۱۵ ميلياردو افغانيو په پانګونې د ۲۱ سترو کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس چارې پيل شوې دي. قرارداد شوي کانونه په هرات، غور، کندهار، تخار، بغلان، کابل او پروان کې موقعيت لري. دا کانونه د سرو زرو، کورمايټو، د ډبرو سکرو، سربو، جستو، سمنټو او ياقوتو دي.))د اقتصادي چارو يو شمېر شنونکي پر کانونو پانګونه د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ګټوره ګڼي او پانګوالو ته د نورو آسانتياوو پر برابرېدو ټينګار کوي.د اقتصادي چارو شنونکي، اسماعيل ځدراڼ وايي: ((که افغانستان کې د ګران بيه ډبرو د پروسس سيسټم ولګوي، کولای شي راتلونکي کې په اقتصاد او د بېکارۍ له منځه وړلو کې ښه رول ولري.))د اقتصادي چارو بل شنونکی، شمس الرحمن احمدزی وايي: ((د دې لپاره بايد ډېرې آسانتياوې برابرې کړي، يو خو د امنيت مسئله ده چې الحمدلله دې کې هېڅ ستونزه نشته او بله د نړيوالې سوداګرۍ اصول دي، چې بايد برابر شي ،ځکه اوس افغانستان نړيوالو ډونرانو ته اړتيا لري.))د اقتصادي مرستيالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د لومړنۍ سروې له مخې، افغانستان د ۳ ټريليون ډالرو په ارزښت طبيعي سرچينې لري او اوس مهال د نورو لويو کانونو د جيولوژيکي او جيوفزيکي مطالعاتو کارونه بشپړ شوي او پانګوالو ته د دغو کانونو د سپارلو بهير روان دی.


















