طهارت او لمونځ

یوسړی یو ځای کې دنده لري او هره پنج شنبه کور ته ځې ایا ددندې ځای کې به دسفر لمونځ کوي اوکه پوره؟

زه حفیظ الله ځاځی لاندی پوښتنه لرم.
که یو کس د ۷۷ کیلومترو نه لرې واټن کې دنده ولري او هره پنجشنبه خپل کور ته ځي، په دې صورت کې به هغه د دندې په جریان کې دسفر لمونځ کوي که څنګه؟ ځکه له پنځلسو ورځو کم دی او مسافر هم دی.
ستاسی د ځواب په هیله؟

((پوښتنه کونکی: حفیظ الله ځاځی))

الجواب وبالله التوفیق

کله چې یو کس د77 کلیومټره په اندازه دسفر اراده وکړي نو مسافرګرځي او په لاره کې به دسفر لمونځ کوي البته چې کله هغه کلي یا ښارته ورسیږي نو که هلته یې د15 ورځو یاددینه دزیاتو ورځو داوسیدلو نیت کړی وي نو مقیم دی او پوره لمونځ به کوي او که د 15ورځو نه يې کم نیت وي نو مسافردی او دسفرلمونځ  به کوي (یعنې څلور رکاتي لمونځ به دوه رکاته کوي).

نوپه یادشوي صورت کې خو تاسوپه لاره کې مسافریاست یعنې دسفر لمونځ به کوئ البته کوم ځای کې چې دنده لرۍ نو که هلته یو ځل هم پنځلس (15) ورځې ووسیدلې نو بیا دغه د دندې ځای وطن اقامت ګرځې نوپوره لمونځ به کوئ اګرچې له دینه وروسته هره پنج شنبه کورته ځئ او که یوځل هم پنځلس ورځې نه یې اوسیدلی د دندې په ځای کې نو بیا مسافريې ، او د غه ځای کې به هم سفرانه لمونځ کوې چې جمعې سره شریک نه یې ، ځکه چې مسافر کله هم په امام  پسې اقتدا وکړي نو بیا دامام تابع ګرځي یعنې که امام پوره لمونځ کوي نو دی به هم پوره لمونځ کوي او که امام مسافر وي او قصر کوي نو دی به هم ورپسې قصرکوي.

واما في غیر وطنه فلایصیرمقیما الابنیة الاقامة واقل الاقامة عندنا خمسة عشر یوما(حلبي کبیرټوک ۱ مخ۵۳۹ فصل في صلاة المسافر)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close