جهاداوغنیمتونه

که څوک په جهاد کې په خپله وسله ووژل شي غسل به ورکوو ؟

د فتوې شمېره (۲۸۲)

پوښتنه :

که څوک جهاد ته لاړ شي غواړي چې خپل دښمن سره جنګ وکړي ، په دې دوران کې هغه په غلطۍ سره په خپله وسله ځان ووژني ، نو دغه شهید ته غسل ورکول ضروري دی او کنه ؟


الجواب وبالله التوفیق :

هغه څوک چې په جهاد کې په خپله وسله ووژل شي شهید دی خو غسل به ورکول کیږي .


الدلیل علی ذلک :

ومن قتل نفسه خطأً بأن نازل رجلاً من العدو ليضربه، فأخطأه وأصاب نفسه ومات، فإنه يغسل ويكفن ويصلى عليه، وهذا بلا خلاف.

المحیط البرهاني ، ټوک : ۲ ، مخ : ۱۸۵ ، الفصل الثاني والثلاثون فی الجنائز



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close