متفرق مسا‌‌ئل

د ډینګ غوښه حلاله ده که حرامه؟

(فتوا شمیره:45)

پوښتنه:

زما سوال دا دی چې ډینګ چې یو ډول الوتونکی حیوان دی اوږدې اوږدې پښې لري ددې غوښه خوړل جواز لري او که نه ؟ ستاسو نه ډیره ډیره مننه. (پوښتنه کونکی: مسعود – پروان افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

هغه مرغان خوړل حرام دي چې کوم په پنجو باندي ښکار کوي یاصرف مرداري او پلیتي خوري. نو ډینګ نه په پنجو خوراک کوي او نه خالص پلیتي خوري ، نو خوړل یې روادي . داغلطه مشهوره شوې ده چې د ډینګ غوښه خوړل حرام دي.

عن ابن عباس رضی الله عنهما ان رسول الله صلی الله علیه وسلم نهی عن کل ذي ناب من السباع ، وکل ذي مخلب من الطیر ( مسلم حدیث شمیره 1933)

(جدید معاملات کے شرعي احکام ټوک 3 مخ 15)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close