ذبحه،قرباني،عقيقه

که څوک دقربانۍ څرمن په پیسو خرڅه کړي؟

(فتوا شمیره:106)

پوښتنه:

دقربانۍ څرمنې که خرڅې شي پیسو باندې څه وکړو؟

(پوښتنه کونکی: باچا)

الجواب وبالله التوفیق

که چا قرباني کړې وي او هغه قرباني کونکی دخپلې قربانۍ څرمنه په پیسو خرڅه کړي نو دغه پیسې صدقه کول ضروري دي او هغه چاته به یې ورکوي چې څوک د زکات مستحق وي.

او که ددغه کس دخپلې قربانۍ څرمن نه وي بلکه بل چاورته هبه کړې وي اوبیا یې په پیسو خرڅه کړي نو خرڅول یې صحیح دي او قیمت یې هم په خپل استعمال کې راوستلی شي غریب وي که مالدار .

فَلَوْ بَاعَ الْجِلْدَ أَوْ اللَّحْمَ بِالدَّرَاهِمِ أَوْ بِمَا لَا يَنْتَفِعُ بِهِ إلَّا بَعْدَ اسْتِهْلَاكِهِ تَصَدَّقَ بِثَمَنِهِ، لِأَنَّ الْقُرْبَةَ انْتَقَلَتْ إلَى بَدَلِهِ، وَقَوْلُهُ – عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ – «مَنْ بَاعَ جِلْدَ أُضْحِيَّتِهِ فَلَا أُضْحِيَّةَ لَهُ» يُفِيدُ كَرَاهَةَ الْبَيْعِ، (فتح القدیر ټوک9 مخ 519)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close