سجل الأن

تسجيل دخول

فقدت كلمة المرور

Lost your password? Please enter your email address. You will receive a link and will create a new password via email.

که له چا څخه د اختر د لمانځه تکبیرات تېر شي !

که له چا څخه د اختر د لمانځه تکبیرات تېر شي !

دفتوی شمیره (۱۹۰)


پوښتنه : که له چا څخه د اختر د لمانځه تکبیرات تېر شي نو څه به کوي ؟


الجواب وبالله التوفیق :
که له چا څخه په خپل کلي کې د اختر د لمانځه تکبیرات تېر شوي وي او شاوخوا نږدې په نورو مسجدونو کې هم د اختر لمانځونه ادا کیږي ، بیا دې وګوري که په بل مسجد کې د اختر لمونځ پوره رالاندې کولی شي نو هلته دې ولاړ شي . او که شاوخوا بل مسجد کې د اختر لمونځ نه ادا کېږي یا ادا کېږي خو هلته لمونځ نه شي رالاندې کولی نو بیا پخپل امام پسې د تکبیراتو د قضایي څلور صورتونه دي :
لومړی : که څوک د اختر په لمانځه کې د امام سره په لومړني رکعت کې شریک شي په داسې حال کې چې امام قرات شروع کړی وي ، نو دغه مقتدي به د تکبیر تحریمه څخه وروسته پاتې تکبیرونه وایي .
دویم : که امام یې د رکوع په حال کې بیاموند نو اوس به وګورې که یې غالب ګومان دا وي چې په ولاړه د تکبیراتو ویلو څخه وروسته هم د امام سره په رکوع کې شریک کېدایشي نو په ولاړه دې تکبیرات ووایي او که غالب ګومان یې دا نه وي بیا دې په رکوع کې د لاس پورته کولو نه بغیر تکبیرات ووایي .
درېیم : که د امام سره په دویم رکعت کې شریک شي ، نو کله چې مقتدي د پاتې لمونځ د ادا کولو لپاره ودریږي نو تکبیرات دې د قرات نه وروسته ووایي .
څلورم : که مقتدي د امام سره په داسې حال کې شریک شي چې امام په تشهد ناست وي نو د امام د سلام ګرځولو څخه وروسته دې ټول لمونځ د امام په څېر ادا کړي .
الدلیل علی ذلک :
و لو ادرک المؤتم الامام في القیام بعد ما کبر کبر فی الحال ، ( قوله فی القیام ) ای الذی قبل الرکوع اما لو ادرکه راکعا فان غلب علی ظنه ادراکه فی الرکوع کبر قائما برأی نفسه ثم رکع والا رکع وکبر فی رکوعه ولا یرفع یدیه لان الوضع علی الرکبتین سنة فی محله والرفع لا فی محله وان رفع الامام رأسه سقط عنه ما بقی من التکبیر لئلا تفوته المتابعة ولو ادرکه فی قیام الرکوع لا یقضیها فیه لانه یقضی الرکعة مع تکبیراتها ، فتح وبدائع ، قوله کبر فی الحال ای وان کان الامام قد شرع فی القراءة کما فی الحلیة . ولو سبق برکعة یقرأ ثم یکبر لئلا یتوالی التکبیر .
الدرالمختار مع رد المحتار ، ټوک : ۲ ، مخ ۱۷۳ باب العیدین .
واذا ادرک الامام فی صلاة العید بعد ما تشهد الامام قبل أن یسلم أو بعد ما سلم قبل أن سجد للسهو او بعد ما سجد للسهو ولم یسلم الامام فانه یقوم و یقضی صلاة العید .
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۵۱ ، صلاة العیدین
فقط والله تعالی اعلم بالصواب




خپله تبصره پريږدي

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>