د صهيونيستي پلانونو پر وړاندې د فلسطيني مقاومت بريا!

په داسې حال کې چې منځنی ختیځ له اوږدې مودې راهیسې له ژورو کړکېچونو سره مخ دی، صهيونيستي رژيم هڅه کوي چې د سيمې جغرافيه د خپلو اوږدمهاله اهدافو په رڼا کې بدله کړي او د “لوي اسراییل” د جوړولو لپاره خپل پلانونه عملي کړي. دغه پلان د منځني ختيځ د ډېرو هيوادونو د کنټرول هڅه ده، چې د سیمې ثبات یې په جدي ډول له ګواښ سره مخ کړی دی.

خو د فلسطیي مقاومت ډالې د دغه پلان پر وړاندې نه یوازې وسله واله مبارزه پر مخ وړي، بلکې د خپل سياسي موقف له لارې هم د فلسطین د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره هڅې کوي. د ټرمپ لخوا وړاندې شوې طرحه، چې ځینې برخې یې د فلسطیني ټولنې په داخل کې د منلو وړ ګڼل شوي، حماس پرې په ځينو برخو موافقه څرګنده کړې، خو په ځینو نورو برخو يې د ټول فلسطیني ملت د اجماع او مشورو غوښتنه کړې ده. دا روښانه کوي چې حماس د فلسطیني ملت د حقونو لپاره د اجماع پر ارزښت ټينګار کوي او غواړي چې د ټولو فلسطينيانو د رایې پر اساس له راتلونکو ګامونو سره مخ شي.

دغه حالت ښيي چې حماس یوازې د مقاومت وسله واله ډله نه ده، بلکې د فلسطین د سياسي حاکمیت او ملي یووالي لپاره هم د یو مهم ځواک په توګه ځان تثبیتوي. په ورته وخت کې، د امریکا او صهيونيستي رژيم له هڅو سره سره، پر دوی نړيوال فشارونه زیات شوي او هغوی د خپلو هدفونو د تر لاسه کولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د فلسطین د قضیې نړیوال ملاتړ د حماس په موقف کې د پیاوړتیا لامل شوی او په دې برخه کې نړیواله ټولنه په زیاتېدونکي ډول د فلسطین د حقونو ملاتړ کوي. دا ملاتړ د صهيونيستي رژيم د طرحو د ناکامۍ او د فلسطیني مقاومت د بریا په توګه لیدل کېږي.

په ټوله کې، د منځني ختيځ د لانجې حل یوازې د عادلانه سولې او د فلسطین د خلکو د حقونو په احترام سره ممکن دی. تر هغې چې د اشغال، ظلم او بې عدالتۍ حالت دوام لري، مقاومت به هم دوامداره وي. حماس په دې برخه کې د فلسطین د ملي ګټو لپاره د ټولو سناریوګانو لپاره چمتووالی ښيي، چې د فلسطیني ملت د حق غوښتنې ملاتړ وکړي.

په پای کې ویلای شو چې د منځني ختيځ او فلسطین راتلونکی یوازې په سوله کې دی، چې ټولې خواوې د عادلانه او تل پاتې سولې لپاره یو لاس شي او د فلسطيني ملت اساسي حقونه ومني.

Related Articles

Back to top button