کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي “محمد البختي” ویلي، چې د فلسطین اسلامي مقاومت “حماس” خپلې تګلاره او ځواک له لاسه نه دی ورکړی، بلکې لا یې نوې پیاوړتیاوې ترلاسه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه: “حماس خپلې وسلې له لاسه نه دي ورکړي، بلکې نوې وسلې او وسيلې یې ترلاسه کړي دي. زموږ وسله د حماس وسله ده، او اوس د نړۍ تر ټولو مهم سمندري تنګی د حماس په واک کې دی.”
البختي ټینګار کړیے چې د یمن د انصارالله او حماس ترمنځ اړېکې د ایماني ورورولۍ پر بنسټ ولاړې دي او د غزې د جګړې برخلیک دواړو ته ګډ ارزښت لري.
نوموړي ګواښ کړی که دښمنان جګړې ته بېرته ستانه شي، موږ به هم بېرته ستانه شو.















