اشرف غني دامريکا په خپلولو افغانان پردي کوي

دکله نه چې داشرف غني او ډاکټرعبدالله دملي وحدت حکومت راغلی په هېواد کې دافغان ولس سره دکړو ژمنو چې کړې يې وې پرخلاف اقتصاد،تجارت ،تعليم ،روغتيا ،پرځای د جګړې په دوام له هېواده کډه کړېده .که څه هم دکرزي په دوره کې دهمدې اقتصادي ستونزو ناامنيو او بې کاريو له امله ځوانان اروپا يي هېوادونو ته روان وو،خو ددې کډو له حکومت په جوړښت سره افغانانو دناامنيو اوبې روزګاريو په زياتوالي په مرګوني لارو له هېواده په وتلو پېل وکړ . دهېواد يو شمېر چارواکو او خپله اشرف غني له هېواده بهر وتونکو باندې لفظي څادر خور کړ ،خو چې اوباما په افغانستان کې په څلورو نظامي اډو کې تر۹۰۰۰ پورې عسکرو ددايمي حضور اعلان وکړ اشرف غني ،ډاکټر عبدالله او يو شمېر نورو دولتي لوړ پوړو چارواکو دامريکادخوشالولو او خپلو لو لپاره ددې اعلان هرکلی وکړ خو په همدې اوونۍ کې له هېواده دنوروځوانانو دوتلو بهير نورهم پسې زيات شو او ناهيلي شول چې ترڅو په افغانستان کې امريکايي پوځيان حضور ولري جګړه به هم روانه او ناامني او بې روزګاري به تردې زياته شي.

له هېواده افغانانو دمخه چې کومې کډې کړي وې او په اروپايي هېوادونو کې يې پناوې اخيستې وې ترڅه حده يې په اروپايي هېوادونو لکه استراليا،اتريش ،بلجيم ،بلغاريا،ډنمارک ،المان ،يونان ،هالنډ،ناروې ،سويډن اونورو هېوادونو کې ژوندتېرېده خو چې په سوريه کې جګړو زور وموند او سوريا يي کډوالو اروپا ته مخه کړه افغانانو ته اروپاته ورتګ هم ستونزمن شو خوبياهم په مرګونو لارو رسيدل افغانان په خپل هېواد کې دناامنيو له کبله ژوندپه خطر کې بولي دلته همدا سوال راولاړېږي چې اشرف غني امريکا خپلوي خو دامريکا په حضور افغانان پردې کوي .

امريکا چې دکوم هېواد په خاوره قدم ايښی دی له هغه هېواده اوسيدونکوکډې کړي دي پاتې هغه هېواد په نظامي حضور اشغال کړی او پاتې په دوه برخو ويشلی چې المانونه او کورياګانې يې ژوندي مثالونه دي دجنوبي اوشمالي کورياوو دبيلتون ۶۰کاله پوره کېږي امريکا دجنوبي کوريا پلوي په نظامي حضور وکړه دشمالي کوريا په مقابل کې دجنوبي کوريا اوسيدونکي يې مقابلې ته تيارکړل د۶۰کالو راهسې ددواړو کورياګانو اوسيدونکو چې دخپلو کورنيو غړي هم وو،تراوسه يې دومره پردې کړي چې پلار ځوی ،مور لور او پلار هم خپله لور نده ليدلي چې تېره ورځ ددواړو کوريآګانو په درې ورځو ګډو پولو په خلاصون بيلو شوو کورنيو، خپلو کې سره وليدل که اشرف غني دامريکا حضور ته سره دخپلې مخ په زوال ادارې دچارواکو سره خوشالېږي نو دکورياګانو کورنيو يا پلار او لور خو۶۰کاله پس سره وليدل ګمان نکوم چې اشرف غني دامريکا په خپلولو او پردي کړي افغانان سل کاله پس هم په خپلوکې سره وګوري کوم افغانان چې اروپايي هيوادونو ته ولاړ شي اشرف غني يې دامريکا په خپلولوپردي کړي نه يوازې داچې دخپلو کورنيو به جدا شي بلکې دوخت په تېريدو سره به يې اسلاميت ،افغانيت او انسانيت هم له منځه ولاړ شي بيا به داشرف غني پردي کړي افغانان دنورو اروپايي او غربي کلتور خپل کړي ځوانان داروپايانو سره يو ځای وحشي ژوند تېروي چې نه به يې حيا او ناموس خوندي وي او نه به ورته اسلاميت او افغانيت پاتې وي امريکا سعودي عربستان او ديمن ديوه مذهب ،يو کلتور او يوې ژبې وروڼه سره جدا کړل په سوريه ،عراق ،سربيا ، ګورجستان او … يې دجګړو په دوام اور بل کړی چې افغانستان هم دامريکا په بل کړي اور کې سوزي.

دترکمنستان ولسمشر قربان ګلی بيردي محمدوف دهېواد دخپلواکۍ دورځې په مناسبت له زندانونو ۱۰۰۰تنه بنديان پريښودل چې ټولو زندانيانو کورنوته دتلو پرمهال له محمدوف خوښي وښوده خو اشرف غني چې دهېواد دامن او په اقتصادي لحاظ په پښو دريدو ژمنه يې کړې وه ، افغانان دهېواد په پريښودو پردي کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button