ملګري ملتونه وايي، د کونړ د زلزلې له اغېزمنو سره د مرستې لپاره يې مرستندويه ډلې ليږلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وږی ۱۴۰۴):
ملګرو ملتونو د کونړ د تېرې شپې د ویجاړوونکې زلزلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې سازمان د مرستې ډلې د اغېزمنو سیمو ته رسېدلي دي. د یاد سازمان په وینا، عاجلې مرستې لکه د اضطراري بستې او د ژغورنې ملاتړ له زیانمنو خلکو سره شریکېږي.
دغه راز د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو ویلي، په دې زلزله کې یوازې په کونړ کې د مړو شمېر ۶۰۰ تنو ته رسېدلی او نږدې زر تنه نور ټپیان شوي دي. چارواکي زیاتوي چې ګڼ شمېر کسان لا هم د کنډوالو لاندې پاتې دي او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
یاده زلزله د شپې شاوخوا دولس بجې د کونړ اسداباد ته نږدې د شپږ ریشتر په ځواک رامنځته شوې وه، چې تر ټولو ډېر زیان یې د کونړ او ننگرهار خلکو ته اړولی دی.



