کونړ زلزله؛ ۸۰۰ تنه مړه، د وزیرانو په کچه ځانګړې کمیټه جوړه او زر لکه افغانۍ بیړنیو مرستو ته ځانګړې شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وږی ۱۴۰۴):
د کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان او پنجشېر په یو شمېر سیمو کې د تېرې شپې زلزلې د تلفاتو شمېر په چټکۍ سره لوړ شوی دی.
د وروستیو معلوماتو له مخې، یوازې په کونړ کې ۸۰۰ تنه شهیدان شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان دي.
زلزله په نورګل، څوکۍ، وټپور، ماڼوګي او چپهدره ولسوالیو کې ډېره زیاته شوې ده.
ځايي مسوولين وايي، په ننګرهار کې ۱۲ تنه شهیدان شوي او ۲۵۵ نور ټپیان شوي، لغمان کې ۵۸ تنه ټپیان دي، په نورستان کې ۴ تنه ټپیان او څو کورونه وران شوي، او په پنجشېر کې ۵ کورونه ویجاړ شوي خو انساني تلفات نه لري.
د ریاستالوزرا په لارښوونه د انکشاف دهات وزیر ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ ځانګړې کمیټه جوړه شوې، چې د ښار جوړونې وزیر، د سرې میاشتې رئیس، د صحت وزیر، د ریاستالوزرا د دفتر عمومي رئیس، د مهاجرینو معین، د پېښو سره د مبارزې رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پکې شامل دي.
د عاجلې رسېدنې لپاره زر لکه افغانۍ ځانګړې شوې او ویل شوي چې د اړتیا په صورت کې به نورې مرستې هم برابرې شي.
د کورنیو چارو، دفاع او صحت وزارتونو، سرې میاشتې او نورو ادارو له لوري د ټپیانو د ژغورنې، لومړنیو درملو او خوراکي توکو د وېش په موخه بیړني ګامونه پورته شوي دي.
یوازې د ننګرهار له هوايي ډګر څخه ۴۰ الوتنې ترسره شوې چې په وسیله یې سلګونه ټپیان انتقال شوي دي.
چارواکو له خلکو، تجارانو او خیریه بنسټونو غوښتي چې خپلې مرستې د ځانګړې دولتي کمیټې له لارې ترسره کړي.



