کابل کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ډبرو سکرو امارتي شرکت له لوري په کابل ولایت کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د دغه شرکت مسوولین وايي، د دې بهیر له لارې به ډبرو سکاره په مناسبه بیه د کابل اوسېدونکو ته وړاندې شي، څو خلک وکولای شي د ژمي په موسم کې په اسانه او مناسب لګښت د اړتیا وړ سونتوکي ترلاسه کړي.
د مسوولینو په وینا، د ډبرو سکرو د وېش دغه لړۍ به ډېر ژر د هېواد نورو سړو ولایتونو ته هم وغځول شي، څو هلته مېشت خلک هم وکولای شي د ژمي لپاره خپل د سونتوکو اړتیاوې پوره کړي.



