جنرال محسن رضايي: امریکا دې د ایران اووهګونو شرطونو ته تسلیم شي د جعلي خبرو اترو خبرونه دې نه خپروي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي “تورن جنرال محسن رضايي” ویلي، چې د ایران پر وړاندې جګړې د امریکا حکومت ته درانه زیانونه اړولي او واشنګټن اوس د یوه ناهیلي قمارباز په څېر له کړکېچ سره مخ دی.
رضايي په خپلو څرګندونو کې امریکا ته په خطاب کې ویلي، نور دې د تسلیمۍ ظاهري ادعاوې بس کړي او د خیالي خبرو اترو په اړه دې د ناسمو خبرونو له خپرولو لاس واخلي.
نوموړي زیاته کړې، واشنګټن باید په لوېدیځه اسیا کې د نوي نړیوال نظم له منلو انکار ونه کړي.
د ایران دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي ټینګار کړی، چې اوس د دې وخت رارسېدلی، څو امریکا د ایران هغو اووهګونو شرطونو ته غاړه کېږدي، چې تهران په وار وار مطرح کړي دي.



