اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۸مه)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د بهرنۍ پانګونې پالیسي تر هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه پالیسي په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د تنظیم، پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو، د پانګونې د خوندیتوب او د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.
همدارنګه، په غونډه کې د ګمرکونو له لارې د وارداتي سوداګریزو شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه هم د تایید وړ وبلل شوه، چې د تطبیق په صورت کې به وارداتي شرکتونو ته اسانتیاوې برابرې کړي. د اقتصادي کمېسیون یادې پرېکړې د وروستي تصمیم نیولو په موخه د امیرالمؤمنین دفتر ته استول شوې دي.



