کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وږی ۱۴۰۴):
د کونړ ولایت د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې چارواکي وایي، چې د وروستیو معلوماتو پر اساس د تېرې شپې زلزلې له امله په وټهپور، ماڼوګي، چپه دره، څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې شاوخوا ۵۰۰ کسان شهیدان شوي دي.
د سرچینې په وینا، په دغه پېښه کې نږدې زر تنه نور ټپیان شوي او ګڼ شمېر کسان لا هم تر خاورو لاندې دي. چارواکي خبرداری ورکوي، چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېر لا نور هم زیات شي.
مسوولینو ملي ټلویزیون ته ویلي، چې ژغورنیزې هڅې دوام لري او د ځايي خلکو ترڅنګ د بیړنیو ټیمونو کارکوونکي هم په ګډه د پاتې کسانو د ژغورلو لپاره بوخت دي.
















