د شانګهای سازمان: افغانستان د سیمې په ستراتیژیکه نقشه کې مهم ځای لري

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د شانګهای همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال احمد سعید مرادزاده ویلي، افغانستان د دغه سازمان په ستراتیژیکه نقشه کې مرکزي او مهم ځای لري او د سیمې د ثبات او اقتصادي نښلون لپاره ځانګړی اهمیت لري.
نوموړي د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم پر مهال له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان جیوپولیټیک موقعیت د سیمهییزو همکاریو، اقتصادي اتصال او امنیتي همغږۍ لپاره مهم وباله.
مرادزاده همداراز ویلي چې د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د تماسونو د میکانیزم د راتلونکي په اړه د نوي وضعیت له مخې بحثونه روان دي او تمه ده په دې برخه کې مناسبې پرېکړې وشي.



