افغانستان او داغستان د ورزشي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي؛ د ګډو تمریناتو لپاره ورزشکاران افغانستان ته راځي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق ویلي چې د پترزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې یې د داغستان جمهوریت د ورزش له وزیر ساجد سره لیدلي او د دواړو لورو ترمنځ یې د ورزشي اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د نوموړي په وینا، په دې لیدنه کې د ګډو روزنیزو پروګرامونو، ورزشي تجربو د تبادلې او د ورزشکارانو د ظرفیت لوړولو پر لارو چارو بحث شوی دی.
د داغستان د ورزش وزیر ویلي چې هېواد به یې د ځینو ورزشي څانګو لوبغاړي افغانستان ته واستوي، څو له افغان ورزشکارانو سره ګډ تمرینات ترسره کړي او د ظرفیت لوړونې په موخه دوستانه سیالۍ هم ترسره شي.



