دوکتور لطف الله خيرخوا
د خپل تاريخ مهمې ورځې د يو خاص مناسبت په توګه يادول، د ملت د ژوند نښه وي. دلته دا مهمه ده، چې له دې ورځو څه زده شي. يوازې يادونه هېڅ ګټه نه کوي، چې د خوښۍ ورځې غرور وزېږوي او د غم ورځې وير. د مهمو ورځو د ياد په اړه موږ ښه قرآني اصل لرو، الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَقَدْأَرْسَلْنَامُوسَى بِآيَاتِنَاأَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍشَكُورٍ﴾.
وايي موسی – عليه السلام – مو له خپلو معجزو سره واستاو، چې خپل قوم له تيارو څخه رڼا ته وباسه او د الله تعالی د مهمو ورځو ياد ورته کوه، په دې ورځو کې چې بدې وي، د صبر کوونکو لپاره او چې ښې وي، د شکر کوونکو لپاره دلايل دي.
د پورته ايت پر استناد؛ د تاريخ مهمې ورځې دا اغېز لرلی شي، چې د ژوند لوری را بدل کړي. له تيارو څخه مو رڼا ته بوځي او د باطل له کږلېچونو مو د حق پر رسا لاره روان کړي. دلته يوه خبره اړينه ده، چې موږ به تر هر څه لومړی د تغير حس لرو. غواړو به چې بدل شو. ځان کې به هغه ظرفيت پيدا کوو، چې د لوړاوي حوصله راکوي.
د ثور اتمه زموږ د تاريخ مهمه ورځ ياديږي. دا ورځ زموږ د فخر او تعالي هغه ده. له بده مرغه، په دې مناسبت کې يوازې همدومره ويلی شو، چې کمونزم مات شو او بس! دا چې موږ څه وکړل؟ دا نو هغه بحث دی، چې با شعوره خلک يې له شرمه نه شي ويلی او بې شعوره خو پرې نه پوهېږي. درځئ د يو ژوندي ولس په توګه يو څو جرئتمن اعترافه وکړو او همدا اعترافونه د راروان لپاره درس او عبرت وګڼو.
لومړی:
لومړی اعتراف دا دی، چې د ثور اتمه او د فخر ورته ورځې زموږ د تاريخ هغه راڼه دلايل دي، چې ماده په کې تل د ايمان پښو ته نسکوره شوې. زموږ د تاريخونو ډېری جګړې ډېرې نا انډوله شوي. زموږ په پرتله دښمن هر وخت په ډېر ستر توپير لوړ وي، مګر نهايت کې له خپل ټول لوړوالي سره داسې نسکور شي، چې تر ډېره د ځان د پورته کولو توان نه لري. له بده مرغه، هغه ايمان چې موږ ته زموږ دښمن په ډېره شرمساره ماتې څملوي، موږ بيا فتحه کې د هغه ايمان پر غوښتنو نه ځو. دغه ډېر مهم اعتراف دی. که يې وکړو، درس واخلو او اوس له فتحې وروسته د خپل هغه ايمان پر غوښتنو ودرېږو، چې دښمن يې راته نسکور کړ، د ستر بدلون شاهدان به يو. موږ چې له فتحو وروسته د خپل ايمان پر غوښتنو نه ځو، نه ګڼو، چې له هر څه لومړی موږ خپل ايمان او عقيدې سره جفا کوو او همدا ايمان که زموږ دښمن وهلی شي، موږ تر هغه سل چنده سخت وهلی شي. د ثور اتمه يې ښه بېلګه ده، چې موږ له خپل ايمان سره جفا څه ډول له ګړنګونو ورغړولو!
دوهم:
موږ تل سمدستي مسايل خپل دلايل ګڼو او د راتلونکي لپاره هېڅ تياری نه کوو. موږ ته خو د کمونيستي يرغل مقابله را ترغاړې وه، مګر دا مو نه وه سنجولې، چې کمونزم مات شي، بيا به څه کيږي؟ کله چې کمونزم پړ مخې پرېووت، لار رانه ورکه شوه. موږ که لږ تر لږه پر خپل تاريخ او د خپل فکر پر دلايلو غور وکړو، موږ ته بداهتاً جوتيږي، چې له موږ هېڅکله يوازې د چا وهل او څملول نه دي غوښتل شوي، بلکې زموږ اساسي کار د غوره بديل وړاندې کول دي. موږ که پر بديل غور نه کوو، موږ به يوازې تشه پيدا کوو او چې د ډکولو صلاحيت يې ونه لرو، خامخا داسې څوک راځي، چې په خپله خوښه دا تشه ډکه کړي.
ما چې د مهمو ورځو د ياد لپاره پر کوم ايت استدلال وکړ، ښکاره وايي، چې خپل ولس له تيارو رڼا ته وباسئ. د تيارو او رڼا موضوع د غوره بديل اساس دی. زموږ د دين وروستي درې پېغمبران وګورئ، چې خپل مقابل لوري سره څه ډول مقابله کوي؟
د موسی عليه السلام په وخت کې سِحر هغه علم و، چې د فراعنه پاچاهانو هيبت يې ساتلی و. کله چې موسی عليه السلام راغی، نو داسې دلايل ورسره وو، چې د فراعنه پاچاهانو سِحري طلسم يې مات کړ او د خلکو سترګې يې وغړولې. عيسی عليه السلام د لا علاجه امراضو حل پيدا کړ، هغه وخت طب مهم و او محمد صلی الله عليه وسلم د بيان او بلاغت مورګې د قرآن کريم په ايتونو هوارې کړې. قريشو د ژبې او بيان مهارت درلود. له دې بېلګو بريښي، چې کوم حرکت غوره بديل ونه لري، يوازې د نظامونو نړول او تشه پيدا کول مطلوب نه دي.
د ثور اتمې نظام ونړاوه، مګر بديل نظام يې رانه کړ، غوره يې لا پر ځای پرېږده. نړۍ راغله او تشه يې له کمونزم څخه په بد ترو نظريو ډکوله، چې په هغومره لوړ قيمت تمامه شوه. همدا اوس موږ له ورته ننګونې سره مخ يو، متوجه يو که نه؟ د ثور د اتمې دا درس چې څومره مهم دی، دا کالم يې حوصله نه لري.
زه د اشارې په توګه همدومره وايم، چې تېر نظام د قانوندارۍ، اقتصاد، زېر بنا او «ملي امنيت» مسايلو په اړه که شکلي هم وه، دعوی لرله. موږ د غوره بديل د وړاندې کولو هڅه کې څومره سلنه هغه لور ته ګامونه اخيستي، دا ملت يې بايد وګوري او په اړه يې مطمين شي.
درېم:
کله چې مکه فتح شوه. اسلامي نظام خلکو سره غرض ونه کړ، بلکې دوی، چې کوم خدايان په ښه منلي وو، هغه يې ورته ونړول. قريش پوه شول، چې دا خو خدايان نه وو، چې هېڅ شی هم نه وو. د قريشو په ذهن کې د نوي فکر د منلو قابليت پيدا شو. د ثور اتمې که څه هم تر ټولو اسانه فرصت همدا درلود، چې د کمونيستې نظريې بوت مات کړي، خو بوت يوازې دا نه، چې مات نه شو، همغسې مړژواندی تر اوسه راپاتې شو.
اوس هم عين موضوع ده. د دې پر ځای، چې موږ د خلکو د جبري سمولو کوښښ کوو، لومړی دا غواړي، چې له سلو کلونو راهيسې د نظريو توږل شوي بوتان مات کړو. دا نظريې دلته په ښه منل شوي. موږ به خلکو ته ثابتوو، چې دا نظريې د قريشو هغو بوتانو ته ورته دي، چې ژوند لا نه لري، خدايي خو يې پرېږدئ. موږ به وګورو، چې خلکو کې د خبرې منلو قابليت پيدا شي او که دې مرحله کې له معقوليته کار واخيستل شي، نو د وارد شوو افکارو سلنه به صفر ته راښکته شي.
څلورم:
د ثور اتمې تر ټولو ستره ناکامي دا وه، چې د داخلي جګړو عوامل يې دا نه چې ختم نه کړل، بلکې نور يې هم ډېر کړل. له دې مخکې په شرعي لحاظ د روسي يرغل او په مسلمان وطن کې د کمونستانو د کفر بواح پر ضد د مسلحانه جهاد دلايل وو، چې د ثور د اتمې له امله دلايل پاتې نه شول. له بده مرغه د ثور له اتمې وروسته نور داسې دلايل وزېږېدل، چې کورنۍ جګړې وشي او وطن د اور لمبو کې وسوځي.
د کورنيو جګړو ستر عامل تنظيمي تعدد و. تنظيمونه ونه توانېدل، چې خپلو کې سره پر يو ټغر کېني. بده يې دا وه، چې تنظيمونو کې د خلق و پرچم د وېش دلايل شته، چې دوی جلا جلا تنظيمونو کې سره تقسيم شول او ځينې تنظيمونه دوی سره وجنګول.
بايد ياده کړو، چې تنظيمي تعدد د کورنيو جګړو يو عامل و، که څه هم ستر به و، خو نور هم داسې دلايل وو، چې کورنيو جګړو او لږ تر لږه مخالفتونو ته يې لار هواره کړه. مثلا ملت او دولت سره خپلوي نه درلوده. د ملت او دولت صله رحمي د يو نظام د بقاء اساسي عنصر دی. کوم نظام چې له خپل ملت سره خپلوي نه پالي، هوا کې پاتې کيږي او بلاخره يې سقوط برخليک وي. د وطن ټول خلک، حاکم دی که رعيت؛ د وطندارۍ پر روحيه ژوند کولی شي. د وطن هېڅ قشر بايد د محروميت احساس ونه کړي.
د هوښيار نظام لومړنی کار همدا دی، چې د داخلي اختلاف ټول دلايل ختموي او هېچا ته داسې دليل نه ورکوي، چې لږ تر لږه يې د نارضايتۍ سبب شي، اختلاف او جګړه پر ځای پرېږدئ. کله چې مکه فتحه شوه، عمومي عفوه وشوه او ځينې داسې خلک هم اعلان شول، چې په هېڅ صورت به نه پرېښوول کيږي، نو د کورني اړ و دوړ د ختمولو په خاطر څو کاره وشول. يو دا چې طايف کې د محارب دښمن يوه ځاله پاتې وه. دوی هر وخت له فرصته ګټه اخيستلی شوه، نو د هغوی پر ضد اقدام وشو.
په دې اقدام کې اسلامي نظام هغه خلک هم پر جګړه قانع کړل، چې مسلمانان نه وو، خو د مکې اوسېدونکي وو. د هغوی له بشري او پوځي قوته ګټه واخيستل شوه او د حنين غزا ته د مسلمانانو صف کې لاړل. د صفوان بن اميه په مشرۍ دا خلک له مسلمانانو سره اوږه پر اوږه وجنګېدل. کله چې دې جګړه کې رسول الله صلی الله عليه وسلم محاصره شو، ځينو يې وويل، کاش چې ووژل شي، صفوان وويل: خوله دې ماته شه، چې د هوازن سړی راباندې حاکم کيږي، زر وارې غوره ده، چې د قريشو يو کس راباندې حاکم وي. د صفوان له خبرې دا معلوميږي، چې مسلمانانو صفوان ته د وطندارۍ مينه ورکړې وه، خپلوي يې ورسره پاللې وه، ده ته ثابته وه؛ که زه محارب نه يم، نو دې وطن کې مې شپې تېرېږي. کله چې مسلمانان بريالي شول، نو صفوان او ملګرو ته يې هم غنيمت ورسېد.
دا چې دې غزا کې نا مسلمانو ته غنيمت ورسېد، زموږ تاريخ يې د «تأليف القلوب» له امله ګڼي، مګر زه يې بل بعد ته اشاره کوم او هغه دا چې کله دې نظام حاکم شو، نو ګټې او تاثير يې بايد عام وي. ګټې يې بايد انحصاري نه وي. ټول هغه خلک، چې ستا په رعيت کې راځي، بايد د نظام خواږه وڅکي. د کورنيو جګړو يو عامل دا هم دی، چې د نظام ګټه منحصره شي. يو خاص قشر يې فايده ګوري او نور خلک ترې محروم وي.
د نظام په ګټو کې د ملت مشارکت مهم دی او ان د نظام په اډانه کې د ملت شريکول تر دې هم مهم دي.
له فتحې وروسته، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کعبې ته راغی، نو د کعبې کيليد داسې کورنۍ سره وه، چې پخه دښمني يې کړې وه او په مکې دور کې يې رسول الله صلی الله عليه وسلم له کعبې ګرځولی و، سختې ستغې سپورې يې ورته کړې وې. په دوی کې يو کس مسلمان شوی و او د فتحې غزا کې هم شريک و. کله چې يې کليد ترې وغوښته، نو ځينو صحابه کرامو ګومان وکړ، چې له دې وروسته به د کعبې پالونکي بدليږي، ځکه چې دا کورنۍ خو سر سخته مخالفه وه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم نږدې خپلوانو دا هيله لرله، چې دا کيليد به ورکړل شي، مګر پايله معکوسه وه. ځينو صحابه کرامو کوښښ وکړ، چې کيليد به واخلي، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم بېرته همغې کورنۍ ته کيليد ورکړه او ورته يې وويل دا د وفا او احسان ورځ ده، دا کيليد دې تاسې سره تل وي، څوک يې چې درڅخه اخلي، هغه به ظالم وي. هغه کيليد تر اوسه هغې کورنۍ سره ده.
دلته شايد دا موضوع هم مطرح وي، چې هغه ملي موضوعات چې ځانګړی هيبت لري، بايد ضايع نه شي او داسې رويه ورسره ونه شي، چې حساسيتونه راوپاروي او د داخلي کدورت عامل شي. تېره هفته د دوکتور نصر من الله مجاهد لېکچر ته ناست وم، د کعبې اړوند يې يوه خبره وکړه، چې د وخت پاچا امام مالک رحمه الله ته راغی او ورته يې وويل، چې دا کعبه پر ابراهيمي تهدابونو جوړه نه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم غوښتل، چې پر همغو تهدابونو يې جوړه کړي، خو ستونزه دا وه، چې قريش تازه مسلمان شوي وو، د دې وېره وه،چې دا موضوع به انتشار پيدا کړي، نو هغه صلی الله عليه وسلم ترې تېر شو. اوس خو هغه ستونزه نه شته، تاسې به فتوی ورکړئ، دليل يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم موقف دی او موږ امکانات لرو، دا کعبه به پر ابراهيمي تهدابونو جوړه کړو. امام مالک رحمه الله ورسره مخالفت وښود او ورته يې وويل، چې کعبې نه د پاچاهانو لوبه مه جوړوه، چې څه ډول ده، همغسې يې پرېږده.
معلوميږي، چې ځينې وخت به نظام سره دلايل او امکانات دواړه وي، خو چې د ځينو ملي مسايلو د هيبت ضايع کېدو وېره وي، بايد ګوتې ور نه وړل شي او د کورني حساسيت راپورته کولو فرصت پيدا نه شي. دا د کورنۍ جګړې د زېږېدو ستر دلايل دي، چې انګېزه پيدا کوي او يو څوک د عسکري مخالفت لور ته ځي.
دا چې په اسلامي نظام کې د اپوزيسسيون تصور نه شته او ټول خلک به بيعت کوي، مقصد يې همدا دی، چې داخلي مسايل به تل حل وي. هېڅکله به داسې حالت ته لار نه هواريږي، چې يو څوک د نظام مخالف شي. د اپوزيسيون نه شتون او د ټول رعيت بيعت معنا دا نه ده، چې خلک به د نظام لخوا مستبدانه کنترول وي، بلکې بيعت کې رضاء څرګنده وي، چې د نظام تمام اطاعت به کوي.
دا چې د ثور اتمه کې موږ ونه توانېدو او وضعيت د کورنۍ جګړې لور ته لاړ، څوارلس کلنه غميزه تر څلوېښت کلنۍ اوږده شوه او ډېر لوړ قيمت اداء شو. همدا موږ ته د عبرت او درس ځای دی، چې د کورنۍ جګړې دلايل ونه زېږوو. موږ الحمد لله تنظيمي انشعابونه نه لرو، خو ثابته شوه، چې انشعاب د کورنۍ جګړې يو عامل دی، نور هم ډېر عوامل شته، چې کورنۍ جګړې پېښولی شي، په پورته کرښو کې په خوره وره بڼه ورته اشاره وشوه.


















