سيد احمد شاه سادات
په نړیوال سیاست (Geopolitics) کې وخت یوازې تصادفي نه، بلکې یو محاسبه شوی ستراتیژیک فکتور ګڼل کیږي. هغه مهال چې نړیوال تمرکز بلې جبهې ته واوړي او لوی ځواکونه لکه امریکا او روس په نورو جګړو کې بوخت وي، سیمه ییز دولتونه د عمل لپاره نسبي تشه ویني.
دې حالت ته “د ستراتیژیکي حواس پراکندګۍ کړکۍ” ویل کېږي یعنې یو فرصت چې پکې نړیوال فشار کم او د محلي اهدافو تعقیب اسانه وي.
د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پر مهال، پاکستان په ظاهر کې بې طرفي اعلان کړه، خو په عمل کې له څو اړخیزو او متضادو فشارونو سره مخ و.
له یوې خوا، پر پاکستان د امریکا او د سعودي عرب سیاسي او ستراتیژیک فشارونه موجود و، او له بلې خوا د ایرانیانو د دایمي دښمنۍ او احتمالي غبرګون جدي ویره هم ورسره مل وه. همدارنګه، داخلي لاریونونه (د ایران پلوي احساسات)، د انرژۍ او اقتصاد کړکېچ، او د داخلي امنیتي بې ثباتۍ خطر، پاکستان په داسې حالت کې درولی و چې مستقیمه ښکېلتیا ورته لوړه بیه لرله.
نو په همدې حساس وخت کې یې پر افغانستان چه له پخوا ورسره د دوه صوبو پر سر لانجه لري برید وکړ.
پر افغانستان د پاکستان نظامي بریدونه د څو فکتورونو له تلاقۍ راوتلی ښکاري:
۱. د فشار د انحراف منطق:
د امریکا او سعودې د فشارونو څخه د ځان خلاصولو په موښه یې پر افغانستان برید وکړ چه ګویا مونږ هم خپله په جګړه کې ښکیل یو.
له بل اړخه په پاکستان کې داخلي امنیتي فشارونه زیات شوي وو نو پاکستان هڅه وکړه چه د اجنډا تمرکز بدل کړي. پاکستان انګیرنه وکړه چه پر افغانستان برید به د کورنیو ستونزو له بحث څخه توجه واړوي او سیاسي فشار به کم کړي.
۲. د نفوذ د بیا تثبیت هڅه:
اسلامآباد په تاریخي توګه هڅه کړې چه په کابل کې نفوذ وساتي. د بدلېدونکو سیمه ییزو معادلو په رڼا کې، د پاکستان نظامي اقدامات د نفوذ د بیا فعالولو هڅه هم ګڼل کېدای شي، که څه هم د پاکستان دا کار د افغانانو له سخت غبرګون سره مخامخ شو.
۳. د فرصت محاسبه:
د ایران–امریکا جګړې د نړیوالو پام ځان ته اړولی و. پاکستان له دې وضعیت څخه د فرصت په توګه استفاده وکړه تر څو د نړیوالو د جدي غبرګون له کم احتمال سره د ډیورند د کرښې دواړو خواوو سیمو کې خپل نظامي اقدامات پراخ کړي.
۴. د قدرت او فعال رول پیغام رسونه:
د پاکستان نظامي برید بله موخه افغانانو ته د “قدرت ښودنې” پیغام، او د خپلو بهرنیو متحدینو لپاره یې د “فعال رول” پیغام درلود چه ګویا پدې وخت کې مونږ هم په جګړه کې ښکیل یو.
له بلې خوا، د پاکستان د منځګړیتوب ادعاوې (د ایران او امریکا ترمنځ) د باور له ازموینې سره مخ شوې. پاکستان د ایران او امریکا سره ناسم معلومات شریک کړي وو چې د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو بشپړه همغږي نه وه، چې بلآخره د مذاکراتو د ناکامۍ سبب شول.
د امریکا او ایران د جګړې پر مهال د پاکستان لخوا پر افغانستان نظامي برید باید د یوې واحدې پېښې په توګه ونه کتل شي، بلکې دا د پاکستان د ستراتیژیکو محاسبو، داخلي فشارونو، متضادو بهرنیو غوښتنو، او سیمه ییزو رقابتونو ګډه پایله وه. پاکستان هڅه وکړه د څو اړخیز فشار ترمنځ داسې لاره خپله کړي چې هم د خپلو متحدینو غوښتنو څخه ځان بچ کړي او هم د ایران له مستقیمې دښمنۍ څخه ځان وساتي، او هم خپل اثر او غوښتنې پر افغانستان تحمیل کړي، خو د پاکستان دا سیاست خپله د لا زیاتې بې ثباتۍ، رسوایې او د ماتې سبب وګرځید.
















