احمد الشرع: سوریه له اسراییلو سره د ګډ امنیتي تړون د لاسلیک هڅه کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د سوریې ولسمشر “احمد شرع” ویلي، چې دمشق هڅه کوي چې د یو شمېر هېوادونو په منځګړیتوب له تل ابیب سره یو ګډ امنیتي تړون لاسلیک کړي.
الشرع له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې ویلي، سوریه نه غواړي له اسراییلو سره پوځي مقابله وکړي او هیله لري چې یاد امنیتي تړون به د دواړو لورو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې،چې د دغه تړون احتمالي لاسلیک به د جولان لوړو په اړه د سوریې پر قانوني دعوې هېڅ اغېز ونه لري او دمشق به د دغې سیمې د بېرته ترلاسه کولو لپاره خپل دریځ وساتي.
د یادونې وړ ده چې د جولان لوړې د ۱۹۶۷م کال د جګړې پر مهال د اسراییلو له خوا اشغال شوې او تر اوسه هم د نړیوالو له نظره د سوریې اشغال شوې خاوره بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button