خلیلزاد: د پاکستان روان بحرانونه د اټومي وسلو امنیت ګواښلی شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان لپاره د امريکا پخواني امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د جرمني د دولت له خوا تمویلېدونکې رسنۍ ډویچه ویله (DW) د «پاکستان؛ یوه اټومي ځواک په څلورلارې کې» تر سرلیک لاندې مستند ویډیو خپره کړې، چې د پاکستان اوسني وضعیت او ننګونې څېړي.
خلیلزاد ویلي، په دغه مستند کې د افراطیت، نه زغم، تاوتریخوالي، اقتصادي ستونزو، سیاسي قطبي کېدو، د پخواني لومړي وزیر عمران خان زنداني کېدو، د هغه د ګوند څنډې ته کېدو، د فاسدې سیاسي اشرافیې او پر سیاست د پوځ د پراخ نفوذ په څېر موضوعات ارزول شوي دي.
د نوموړي په وینا، مستند د پاکستان د ستونزو لپاره کومه مشخصه حل‌لاره نه وړاندې کوي، خو خبرداری ورکوي چې روان وضعیت د دغه هېواد د اټومي وسلو د زېرمو پر امنیت منفي اغېز لرلای شي.
خلیلزاد له پاکستانیانو غوښتي چې مستند وګوري، پرې بحث وکړي او خپل نظرونه شریک کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button