د امریکایي پوځ لوی درستیز دفاع وزیر سره د اختلافاتو له امله استعفا وکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکایي پوځ لوی درستیز “ډان ډریسکول” له دفاع وزیر “پیټ هېګسېت” سره د څو میاشتو کړکېچ او اختلافاتو وروسته خپله استعفا ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړې ده.

راپور کې ویل شوي چې ډریسکول د امریکا د پوځ د اصلاحاتو او چمتووالي په اړه له حکومتي چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې وې.

د سرچینو په وینا، نوموړي باور درلود چې پیټ هېګسېت د هغو جنرالانو په لرې کولو سره د پوځ د اصلاحاتو د پروګرامونو مخه نیسي چې د دغو چارو مسوولیت یې پر غاړه درلود.

د رویټرز د راپور له مخې، تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې سپینې ماڼۍ د ډان ډریسکول استعفا منلې ده او که نه.

د امریکا پوځ او دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button