پنجشېر کې د ۱۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت نږدې ۳ زره قیراط زمرد وپلورل شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د پنجشېر سیمهییزې ادارې په تازه داوطلبۍ کې ۲ زره او ۹۵۵ قیراط تازه استخراج شوي زمرد د ۱۶ میلیونه او ۷۶۲ زره افغانیو په ارزښت پلورلي دي. د والي ویاند سیفالدین لټون وایي، په دې داوطلبۍ کې د کورنیو ترڅنګ یو شمېر بهرنیو سوداګرو هم ګډون کړی و.
د نوموړي په وینا، د زمردو د داوطلبیو د پراختیا له امله شاوخوا یو زر کورني او بهرني سوداګر په دغو مراسمو کې ګډون کوي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ هم ۱۱ زره قیراط زمرد د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي او پنځو سوداګرو د زمردو د کانونو د استخراج په برخه کې شاوخوا ۵۰۰ زره ډالره پانګونه کړې ده.



