اقتصادي کمېسیون د داخلي معیارونو ۶۶ مسودې تایید کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د داخلي معیارونو ۶۶ مسودې وڅېړل شوې، چې له ډلې یې ۳۶ معیارونه او د ازمایښت ۳۰ طریقې تایید شوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، دغه معیارونه د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، نساجۍ، کیمیا او پلاستیک، مخابراتو، برېښنا، کان‌کیندنې، ساختماني موادو او چاپېریال ساتنې په برخو کې دي.

په غونډه کې په پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته‌بندۍ مرکزونو د مالکیت په اړه هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې یاد مرکزونه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند دي او دغه وزارت به یې چارې پرمخ وړي. د خبرپاڼې له مخې، وروستۍ پرېکړې د نهايي تصمیم لپاره د امیرالمؤمنین دفتر ته استول شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button