مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۴۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، د دوشنبې په ورځ ۱۴۸ کورنۍ، چې ۶۷۱ تنه کېږي، د هېواد په بېلابېلو سرحدي لارو ثبت او هېواد ته راستنې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ ۸۹ کورنۍ د ۴۶۳ کسانو په ګډون بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۰ کورنیو سره مالي مرستې شوې دي.
د کمېسیون په وینا، راستنېدونکو مهاجرینو ته په تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل، اسلام کلا او کابل کې روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او نور اړین خدمات هم وړاندې شوي دي.
په دې لړ کې ۸۲ سیمکارتونه وېشل شوي او په تورخم، اسلام کلا او کابل کې سلګونه ناروغان هم تداوي شوي دي.



