کورنيو چارو وزارت: په پنځو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو ۹ کسان نیول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت وایي، په غزني، فراه، کاپیسا، فاریاب او پکتیکا ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د جنايي جرمونو په تړاو ۹ کسان نیول شوي دي.

د وزارت په وینا، په غزني کې دوه کسان د کورونو د غلا، دوه د نامشروع اړیکو او یو کس د ۱۰ موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیول شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي، په فراه کې یو کس د قتل په تړاو له یوه کلاشینکوف سره، په کاپیسا کې یو قاتل، په فاریاب کې یو غل او په پکتیکا کې یو کس له یوه کور څخه د سپینو زرو د غلا په تړاو نیول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button