بریتانیا د حوثیانو پر وړاندې له سعودي عربستان سره پوځي مرسته کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهام د سعودي عربستان له غوښتنې سره سم، له حوثیانو سره په جګړه کې د دغه هېواد د ملاتړ لپاره د بریتانیا د محدودې پوځي مرستې اجازه ورکړې ده.

د «فایننشل ټایمز» د راپور له مخې، د بریتانیا شاهي هوايي ځواک یوه «وویجر» الوتکه به له قبرس څخه د سعودي الوتکو د دفاعي هوايي سون‌توکو برابرولو لپاره ولېږل شي او تمه ده دغه ماموریت څو اوونۍ دوام وکړي.

برنهام ویلي، دا پرېکړه د سعودي عربستان د غوښتنې او د بریتانیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په مشوره شوې او موخه یې د سیمې د ثبات او د انرژۍ د بهیر د خوندي ساتلو ملاتړ دی. دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې حوثیانو پر سعودي عربستان، د ریاض په ګډون، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button