د حوثیانو پرلهپسې بریدونه سعودي عربستان ته د ایران د فشار وسیله ګرځېدلې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا «اې بي سي» شبکې په یوه راپور کې ویلي، پر ایران د امریکا د جګړې له پراخېدو سره په منځني ختیځ کې سیمهییز کړکېچ هم زیات شوی او حوثیانو په وروستیو اوونیو کې پر سعودي عربستان او د سره سمندرګي پر نړیوالو سمندري مسیرونو د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه زیات کړي دي.
راپور زیاتوي چې د حوثیانو مشر عبدالملک الحوثي سعودي عربستان د یمن په جګړه کې په لاسوهنې تورن کړی او د دې ډلې وروستي بریدونه یې د سعودي د اقداماتو په غبرګون کې بللي دي. حوثیانو تېره اوونۍ پر سعودي د توغندیو او ډرون بریدونه کړي، چې د سعودي چارواکو په وینا، د یوه ډرون د لوېدو له امله یو ملکي کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د راپور له مخې، حوثیانو د بابالمندب تنګي او سره سمندرګي کې د سعودي د سمندري تګ راتګ د محاصرې اعلان هم کړی، چې له امله یې د سیمې کړکېچ نور هم زیات شوی دی.
راپور وايي، د حوثیانو فعالیتونو ایران ته په سیمه کې د فشار یوه مهمه وسیله برابره کړې او د سیمې د انرژۍ پر بازارونو یې هم اغېز کړی دی.



