کندوز: دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۴۳۰ زره ډالرو په لګښت روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو 

 کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۴۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه روغتون د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړ او په اړینو وسایلو سمبال شوی دی.

د وزارت په وینا، د روغتون په جوړېدو سره به د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه لا اسانه او پراخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button