پاکستاني پوځي رژيم په خوست او کندهار کې هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۵ل)

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، د پاکستان پوځي رژیم نن سهار شاوخوا درې‌نیمې بجې د ګربزو ولسوالۍ پر ګلانو کمپ، د ولایت مرکز ته څېرمه او د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو په اړوندو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. نوموړي ویلي، په دغو بریدونو کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا سرچينې وايي چې پاکستاني رژيم په کندهار ولایت کې هم هوايي برید کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد رسنيو ته ویلي، برید د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند پر یوې شاړې ځمکې شوی او د مرګ‌ژوبلې یا مالي زیان لامل نه دی شوی.

د راپورونو له مخې، د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې د برید غږ اورېدل شوی، خو امنیتي مسوولینو خلکو ته ډاډ ورکړی چې د اندېښنې وړ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button