د سعودي، پاکستان او ترکیې دفاعي تړون «مکه ائتلاف» لومړۍ دوره پاکستان ته سپارل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۵ل)

د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د ګډ دفاعي تړون له مخې «مکه ائتلاف» په رسمي ډول فعال شوی او متقاعد جنرال نعمان محمود یې د عمومي منشي په توګه ټاکل شوی دی.

د راپور له مخې، دغه ائتلاف د درېیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او پوځي همکاریو لپاره جوړ شوی دی.

د راپور له مخې، ریاض د ائتلاف د عمومي دارالانشاء د دایمي مرکز په توګه ټاکل شوی او د ائتلاف د لومړۍ دورې مشري به پاکستان پر غاړه ولري.

پاکستان ته د ائتلاف د لومړۍ دورې مشري د درېیو کلونو لپاره سپارل شوې او ټاکل شوې چې له دې وروسته به د عمومي منشي دنده د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ په نوبتي ډول ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button