امريکايي چارواکی: ابراهام لنکن بېړۍ کې ۸ امریکايي سرتېرو د ځان‌وژنې هڅې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۵ل)

د امریکا د سمندري ځواکونو سرپرست وزیر هونګ کاو ویلي، د «ابراهام لنکن» الوتکې وړونکې بېړۍ د اوږدمهاله پوځي ماموریت پر مهال، چې د ایران پر ضد عملیات هم پکې شامل وو، ۸ سمندري سرتېرو د ځان‌وژنې هڅه کړې ده.

د هغه په وینا، په دغو پېښو کې د الوتکې وړونکې بېړۍ، هوايي ځواک، د بېړۍ د ډلې، ساتونکې ویجاړوونکې بېړۍ او په بېړۍ کې د مېشتو هوايي سکواډرونونو سرتېري شامل وو.

نوموړي زیاته کړې چې په الوتکه وړونکې بېړۍ کې د رواني ملاتړ لپاره پنځه مذهبي سلاکاران، د ځان‌وژنې د مخنیوي یو سلاکار، یو ارواپوه، یو کلینیکي ټولنیز کارکوونکی، درې د رواني روغتیا تخنیکران او د رواني ملاتړ ځانګړی سپی هم موجود وو.

مربوطه مطالب

Back to top button