بغلان کې د ۴۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۰ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ تله ۱۴۰۵):

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، په بغلان ولایت کې د څه باندې ۴۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۰ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه شبکې د دهنه غوري، نهرین، برکې، دوشي، خنجان او بنو ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

د وزارت په وینا، د دغو شبکو په بشپړېدو سره ۲۰ زره او ۷۳۲ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی او د جوړولو پر مهال یې سلګونو کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button