ميرويس عزيزي او د برېښنا شرکت رئیس په افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا پر تولید خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ تله ۱۴۰۵):
د عزيزي ګروپ مشر ميرويس عزيزي وايي، په دوبۍ کې یې د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رئیس مولوي عبدالحق همکار او ورسره مل پلاوي سره لیدلي او په افغانستان کې یې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید د سترې پروژې او د دواړو شرکتونو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.
عزيزي د برېښنا شرکت له ملاتړ او همکارۍ مننه کړې او د حکومتي ادارو او خصوصي سکتور ترمنځ یې د عامه ګټو د پروژو د پلي کولو لپاره د لا نږدې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې به د دواړو لورو همکاري دوام ومومي.



