ذبيح الله مجاهد: د بې‌سوادۍ د له منځه وړلو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ تله ۱۴۰۵):

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په کندهار کې د لیکوالانو، شاعرانو، خبریالانو او ځوانانو یوې غونډې ته د علم او پوهې پر پراختیا او له بې‌سوادۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، بې‌سوادي د جګړو وروسته د افغان ټولنې له سترو ستونزو څخه ده او د له منځه وړلو لپاره یې د ټولنې د ټولو قشرونو ګډو هڅو ته اړتیا ده.

د غونډې ګډونوالو د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او دا ډول ناستې یې د نظرونو د تبادلې لپاره ګټورې بللې دي. د اسلامي امارت مسوولینو هم ډاډ ورکړی، چې له استادانو، لیکوالانو، شاعرانو او ځوانانو سره به د همغږۍ غونډو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button